Gurvick Media
ګورویک د محکومو پښتنو غږ
18/06/2021
طالبانو ته لکۍ مه وهئ، او مه ورڅخه د دوستۍ تمه کوئ د طالب وحشت ته په کتو له طالب نه د د ښو تمه له پنجاب نه دښو تمه ده طالب سره که دوطن، داسلام او دافغان غم وی داسې وحشتونه به يې نه کولی.
په نره په مېړانه له خپلو ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړئ او ترڅنګ يې ودرېږئ او ددښمن په مقابل کې ورسره همکار ووسئ، طالب تاسې قتلوي او افغان ملي امنيتي ځواکونه ستاسې ژوند ژغوري افغان ملي ځواکونه ستاسې د ناموس ساتونکي دي افغان ملي ځواکونه ستاسې لپاره خپل سرونه په تلي کې نيولي دي، افغان ملي امنيتي ځواکونه ستاسې ځواکونه دي او طالب د پنجاب کرايي قاتلين دي.
قدرمنو ليکوالانو او خبريالانو تاسو اوس کولي شي چې خپلي هر ډول ليکني لکه سياسي ـ ادبي ـ فرهنګي او همداسي انقلابي او له پشتونيزم او خپلواکي تر چتر لاندي څيړنيزي ليکني او ناولونه ـ د مشرانو بيوګرافي او د پشتونستان په جغرافيه ليکل شوي ژورنالونه او هغه ملګري چي په لر او بر کې د کور د ننه او د باندې په رسانيو کې کار کوي کولي شي چې مونږ هم په تازه خبرونو او خپلو ارټيکلز (کالمونو) ونازوي ـــ مونږ پيل کړي تاسو مو ملاتړ وکړي او الحمدالله تر دمګړي مونږ ١٩ اونيزي په خپل همت او پياوړتيا سره د خپلي پاڼي څخه قام ته وړاندي کړي دي ـــ
ملګرو مونږه هره جمعه سهار ٠٦:٠٠ خپروو تاسو ليکنو ته په لاندي بريښنليک سترګې په لار ياستو ــ
[email protected]
04/04/2021
د ټاليب د جهادونو سلسله
دا په هرات کې د وروستي موټربم ټپيان دي چې ټاليبانو ترسره کړ.
دا ښځې، دا ماشومان، دا کنډواله شوي کورونه ددې وطن د وګړو دي، دلته نه پوځي قطعه وه نه بل څه يوازې خلکو پکې ژوند کاوو.
ټاليبه!
ستا استاد، ستا مفتي او ستا دوحشت مشروع بلونکی پاکستانی ملا په پاکستان کې د شرابو تولید ته روايت راوباسي، هیرامنډي کې روانه زنا جهاد بولي،له چينايانو سره د مسلمانو پاکستاني پيغلو ودونه او د ښځو پلور او پير روا بولی خو ته دومره احمق، نادان،له انسانيت او افغانيته منکر يي چې په جومات کې خپل ورور وژنې،خپل کور ورانوې، خپل ماشوم او خپله مور دردوې بیا هم ځان ته افغان، مسلمان، غیرتي او نارینه وايي.
بس ده نور دا ځناورتوب به ترکله وي؟
والله باالله ثم تاالله هغه ټاليب چې په خپل کلي او هیواد کې د پنجاب او مسکو لپاره کوم وحشت کوي سل کاله وروسته يي دده کړوسي هم تاوان ورکړي.
راشه د پاکستاني ملا په شان د خپل وطن آبادۍ، هوساينې او سکون ته دلايل ولټوه شل کاله دې ډير ووژل نور به دې وینه زبيښونکی فکر څه ناڅه موړ شوی وي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul