Spogmai FM
A source of local, regional and international news, political, entertainment and social programs.
15/07/2026
د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د علياباد تدریسي روغتون د سرطان د تشخیص او درملنې له لوی مرکز څخه لیدنه کړې او د پاتې چارو د ژر بشپړېدو سپارښتنه یې کړې ده. د دغه مرکز ودانیزې چارې بشپړې شوې او د تجهیزاتو او طبي وسایلو لپاره څه باندې یو میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې دي. د لوړو زده کړو وزارت وایي، د تجهیزاتو له نصب او د متخصصو کارکوونکو له ګومارنې وروسته به مرکز ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
15/07/2026
د اترا ادارې ویاند جلالالدین شمس وايي، د سیمکارټونو پر مخابراتي خدمتونو د ۱۰ سلنې مالیې راټولولو بهیر په رڼه توګه روان دی. شمس وایي، له دې مالیې هر کال شاوخوا ۵.۵ میلیارده افغانۍ د حکومت بودجې ته ځي. نوموړي ویلي، د مالیې راټولولو بهیر د مخابراتو وزارت، اترا او مالیې وزارت د ګډ پلاوي تر څار لاندې ترسره کېږي.
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د پارلمان په غونډه کې د مخالفو استازو له سختو اعتراضونو او د «شرموونکی» او «بهر ووځه» شعارونو سره مخ شو. دغه اعتراضونه د ارتودوکس یهودانو د اجباري پوځي خدمت د معافیت په اړه د جنجالي طرحې د بحث پر مهال وشول. د مخالفو استازو پرلهپسې شعارونو د نتنیاهو وینا څو ځله ودروله او د غونډې فضا یې ترینګلې کړه. له خپرو شویو ویډیوګانو ښکاري چې نتنیاهو د اعتراضونو په منځ کې د پارلمان تالار پرېږدي. یاده طرحه په اسراییل کې له پراخو سیاسي اختلافونو او د مخالفو ګوندونو د سخت مخالفت سره مخ ده.
په کراچۍ کې د افغانستان سرکونسل عبدالجبار تخاري ویلي، چې د پاکستان د سند ایالت په پوهنتونونو کې پر زدهکړو بوخت افغان محصلین تر اوسه له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي، خو د هغوی د ویزو له پای ته رسېدو وروسته تر اوسه نوې ویزې نه دي ورکړل شوې. نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان په ځینو نورو ایالتونو کې افغان محصلین له ستونزو سره مخ دي او ځینې یې د جبري ایستلو له ګواښ سره هم مخ شوي دي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kabul
1006