Watan dost

Watan dost

Share

موږ سوله غواړو

28/04/2022

ریښتینی او یوازینی ملي اتل شاه غازي امان الله او ملکه ثريا د خپل واده په مصارفو په کابل کې د انجونو یو ښوونځی جوړ کړ.

ځکه دوی پوهېدل چې د واقعي استقلال او پرمختګ یوازینی لار د انجونو باسواده کول دي.

د دوی ارواح دې ښادې وي.

21/08/2020

لن‌‌‌‌‌‌ډه لیکنه
غازي امان الله خان هیټلر ته تاریخی ځواب

د القابو او ډيپلوماتيكو احتراماتو وروسته آډولف هيټلر و اعليحضرت غازي امان الله خان ته داسي نوشته کړي وه:
" موږ دواړه پوهيږو چي د آلمان ملت او افغان ولس دواړه آريايي نژاده دي، ددغه نژادي بنسټ پر اساس آلمانيان او افغانان سره يو نژاد او ورونه دي. د آلمان دولت تصميم نيولى دى چي تاسي خپل ښاغلى ورور اعليحضرت په ۴۸ ساعتو کي دننه بيرته د افغانستان د سلطنت امير قايم مقام کړي. د آلمان دولت ستاسي څخه دوستانه تقاضىٰ کوي چي ستاسي د واک ته د رسېدلو سره سمدستي ده افغانستان دشمالي سرحداتو پر خوا نظامي حمل او نقل او د تعرض له پاره بشپړي تيارياني ونيول سي. د المان دولت به ستاسي سره د هر نوعه مالي او لوجيستيکي مرستو څخه درېغ و نه کړي؛ چي په دغه تدبير به په سيمه کي زه او تاسي دواړه خپلو ګټو او سياسي اهدافو ته يو د بل په مرسته او همکاري ورسېږو. زه د خپل ښاغلي ورور څخه هيله کوم چي زما پيشنهاد قبول کړي."

په درناوي
آډولف هيټلر ( امضأ)

اعليحضرت امان الله خان ددغه ليک په جواب کي آډولف هيټلر ته يو په قلم ليکل سوى خط ليکي او د القابو او ډيپلوماتيکو احتراماتو وروسته داسي نوشته کوي:

" زما عزيز ورور آډولف هيټلر!
ستاسي پيشنهاد مي په غور ولوست، بايد زه خپل ښاغلي ورور ته دا څرګنده کړم چي زه د هيڅ نوم او نښان او د قدرت د لاسته راوړلو له پاره په افغانستان کي د تخت او تاج غوښتونکى نه يم. په خاصه بيا هغه مهال چي دغه تاج او تخت د يو بل هيواد په مرسته را کول کيږي، که څه هغه هيواد او ولس يې زما همنژاده هم وي او که څه هم زموږ سياسي ګټي مشروع او مشترکي هم وي. زه هيڅکله و دې ته نه يم حاضر چي په افغانستان کي د سلطنت د تاج او تخت د لاسته راوړلو له پاره خپل حيثيت او د افغان ولس حيثيت پايمال کړم. زه د خپل ورور څخه هيله کوم چي زما معذرت قبول کړي. "

په درناوي
امان الله خان ( امضأ)

هارولډ وايلډ چي يو انګرېز ژباړونکى او څيړونکى دى په خپلو څيړنو ( From constitutional movement to constitutional government) کي ددغه ليک په اړه داسي يادونه کوي چي کله چي په کال ۱۹۴۵ کي د برلين ښار امريکايانو اشغال کړى؛ نو دوي ته د بهرنيو چارو په وزارت کي د ډېر هيوادنو محرمانه اسناد په لاس ورغلل، چي بيا يې د جنګ د ختمېدو وروسته د راډيو له طريقه پيغام خپور کړ او د هغه هيوادو نومان يې واخيستل چي دوي ته يې اسناد په لاس ورغلي وه چي ددغه هيوادو په ليست کي د افغانستان نوم هم شامل وو. ددغه خبري پيغام په اورېدلو سره سم، په ايټاليا کي د افغانستان سفارت د بهرنيو چارو وزارت ته خبر ورکړ، او د بهرنيو چارو وزارت د امريکايانو سره اړيکه و نيول او هغه اسناد يې ټول په ايټاليا کي د افغانستان سفارت ته و سپارل.
ښاغلى خير محمد صالح ( بايګان) په خپل کتاب (تاريخ سياسي افغانستان) کي يادونه کوي چي دغه ليک او د غازي امان الله خان جواب ليک دواړه په هغه اسنادوکي وه؛ او بيا وروسته د بهرنيو چارو د وزارت په آرشيف کي خوندي کړل سول او شايد اوس هم هلته موجود وي.

هغه خلگ چي د افغانستان اوسني ګډاگي مشران د غازي امان الله خان او دهغه وخت د سياسي مشرانو سره پرتله او تشبيح كوي هغه دي لږ ګرېوان ته وگوري؛ لږ دي د هغو مشرانو، افغانستان او افغان ولس څخه وشرميږي، لږ دي خپل د سياسي تاريخ پاڼي سره واړوي، لږ دي ځان خبر کړي...

تل دي وي خپلواک افغانستان
انځور: غازي په برلين کي غازي امان الله خان هیټلر تاریخی ځواب
نشر کوونکی وطن دوست

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Kabul