PBN Media

PBN Media

Share

د افغانستان، سیمې او نړۍ د کره، دقیقو او بې طرفه خبرونو، تحلیلونو او شننو لپاره موږ وڅارئ.

10/02/2026

#تحلیل
د افغان دولت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر له وروستۍ پریکړې پس چې پکې له پاکستان څخه د درملو واردول هیواد ته منع شوي وو، د اقتصادي چارو تحلیلګر او افغان کدر ښاغلي نظیم (Nazim Samoon) سمون په خپله فسبوک پاڼه لیکي چې:

«پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د شاوخوا 450 میلیون ډالرو په ارزښت بهر ته درمل صادر کړي. تر ټولو ډېر صادرات ( 30% ) یې یوازې افغانستان ته کول چې کلنی مجموعي ارزښت یې شاوخوا 150-200 میلیون ډالره و. د پاکستان د درملو د تولید مشهورې کارخانې لکه ګېټز، جي اېس کې او مارټین ډاو ملټي نشنل یا بین المللي کمپنۍ دي چې ښایي دغه ستر اقتصادي شاک ته تاب را نه وړي او د بندیز د اوږدېدو په صورت کې خپلې پانګې وباسي
نن دا صادرات مطلق بند شول.»



#خبر #افغانستان #پاکستان #پاکستانی

10/02/2026

د بریټانیا مشهور میلیاردر الفي بیسټ جي.آر د اسلام مبارک دین ومانه او ایمان یې راووړ.
یاد میلیادر یو میاشت وړاندې خپله یوه وډیو چې په یوه جومات کې اخیستل شوې وه ویلي وو: «هدایت یوه الهي ډالۍ ده، خدای (ج) چې چاته هدایت وکړي هغه هیڅکله ګمراهۍ ته نه ځې او څوک چې خدای په ګمراهۍ ککړ کړي هغه هیڅ وخت د هدایت وړ نه دی» .
خو تازه یې خپله یوه نوې ويدیو خپره کړې چې کلمه یې ویلي او اعلان یې کړی چې مسلمان شوی.

#خبر #اسلام #اسلاميات

Want your business to be the top-listed Media Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address


Kabul
10008