Najeebullah Raihan
اسلام او مسلمانانو ته خدمت مې ستر افتخار ګڼم.
06/03/2025
اضطراب
ولې ځینې خلک تل اندېښمن وي؟
اضطراب یو عادي احساس دی، خو که ډېر شي، نو د ژوند کیفیت خرابوي. دلته د اضطراب ځینو مهمو لاملونو ته اشاره کوم:
۱- د نامعلومې راتلونکې وېره: ځینې خلک تل د راتلونکي په اړه منفي فکرونه کوي.
۲- د پورهوالي تمه: که یو څوک تل د کامل والي هڅه کوي، اضطراب به ورسره وي.
۳- د پخوانیو ناکامیو یادونه: که یو څوک پر خپلو تېرو تېروتنو ډېر تمرکز کوي، نو تل به اندېښمن وي.
۴- د ذهني تمرینونو نشتون: که یو څوک خپل ذهن ته استراحت ور نه کړي، فکرونه به یې ګډوډ وي.
✅ د اضطراب کمولو لپاره:
🔹 د ژورې ساه اخیستنې تمرین وکړئ.
🔹 ورځني مثبت عادتونه خپل کړئ.
🔹 د خپلو اندېښنو لپاره منطقي حلونه ولټوئ.
اول لس ورځې د مغفرت دي دا دعاء ډېره وایئ!
رَبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَاَنْتَ خَیْرُالرّاحِمِین.
اې زما خدایه! ما وبخښې، په ما رحم وکړې، ته له ټولو ښه رحم کوونکی یې.
الله جل جلاله مو دې مغفرت نصيب کړي
زموږ د ژوند ډېرې ستونزې د خپل صداقت، باور او زړه سوي له امله دي، دا دری واړه که له وړ کس سره ونه شي په دروند زیان تمامیږی
حافظ ابن تيميه رحمه الله وايي چې ما ته هره ستونزه پيښه شي، زر(۱۰۰۰) ځله استغفرالله ولولم نو سمدستي مې هغه ستونزه هواره شي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul
Opening Hours
| 09:00 - 17:00 |