Hadaaf

Hadaaf

Share

Since its establishment, HADAAF has implemented numerous short and long term Projects

06/02/2023

*هلمند کي شپاړلس روغتیایي مراکز پرانیستل شوه*:

هلمند کي د عامي روغتیا ریاست لخوا د AHF په مالي ملاتړ او د HADAAF مؤسسې په تطبیق سره د یوې غونډي پر مهال د شپارلس روغتیایي مراکزو پرانیستغونډه ترسره سوه.

په یاده غونډه کي د عامي روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید صاحب، د HADAAF مؤسسې ولایتي مسئول ډاکټر محمود دُرانی، د OHPM ولایتي مسؤل ډاکټر یارمحمد او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و.

په پیل کي د HADAAF مؤسسې ولایتي مسئول د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د یادي مؤسسې د روانو چارو او ترسره سویو فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندي کړل.

نوموړي وویل چي د هلمند په باغران، بغني، نوزاد، واشېر، کجکي او یو شمېر نورو ولسوالیو کي یې ۱۶ روغتیایي مراکز فعاله کړي چي څلور Mobile ټېمونه او ۱۲ روغتیایي مرکزونه دي چي د ولسوالیو خلګو ته به خدمات وړاندي کوي.

د عامي روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید صاحب وویل چي هلمند یو پراخه ولایت دی چي مخکي یې د روغتیا په برخه کي خاص کار نه و سوی خو اوس یې په لیري پرتو سیمو کي هم په ښه توګه روغتیایي خدمات روان دي.

نوموړي زیاته کړه چي د ۱۶ روغتیایي مراکزو پرانیستل به په لري سیمو کي د خلګو روغتیایي ستونزي تر ډیره حل کړي او شمالي ولسوالۍ چي د مرکز لښکرګاه څخه لري پرتې دي ډیری روغتیایي مراکز په لري شمالي ولسوالیو کي پرانیستل سوي چي د واش پروګرام، واکسین او سوی تغذیه په برخه کي به همکاري کوي.

همداراز نوموړي وویل چي ډیر ژر به په ولسوالیو کي ۱۰ روغتیایي مراکز پرانیستل سي او څه موده وروسته به د مؤسساتو سره په همکارۍ شاوخوا ۲۰ نور روغتیایي مراکز په ولسوالیو کي پرانیزي.

ورته وخت کي یو شمېر نورو مسئولینو هم خبري وکړې او خپل فعالېتونه او غوښتني یې د غونډي له ګډونوالو سره شریک کړل.

راپور: باختر خبري آژانس/هلمند

نېټه: ۱۴۴۴/۷/۱۴ هـ ق

هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست!

Want your practice to be the top-listed Clinic in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


Street 4Silo, Opposed Of Khalid Bin Walid (Majid)
Kabul
26000

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00