Important Medical Issues

Important Medical Issues

Share

Medical Issues

21/11/2023

مغرور او جاهل څنګه پيژندل کيږي؟
هرڅومره چې يي احترام او عزت کوې ،نور هم مغروره اومتکبرکيږې.خدايه (ج) دغسې خلک سم کړې اوکه نه سمېږي،کم يي کړې.

23/10/2023

په رواني ناروغيو کې د نيوروزيس(Neurosis) او سايکوزيس(Psychosis) اصطلاحات ډيرکارول کيږی ددی دواړو ترمنځ لاندي فرقونه موجود دي.
______________________________________________

1: په نيوروزيس کې ناروغ حقيقت درک کولی شي او په سايکوزيس کې د حقيقت سره اړيکه له منځه ځي.

2: په نيوروزيس کې د شخصيت اړوند ستونزی نه پيداکيږي اما په سايکوزيس کی د شخصيت ستونزه موجوده وي.

3: په نيوروزيس کې ناروغ خپله ناروغی مني اما په سايکوزيس کې ناروغ خپله ناروغی نه مني.

4: په نيوروزيس کې دناروغ افکار,خبری او محاوره ډير نه متاثره کيږی اما په سايکوزيس کی افکار,خبری او محاوره خرابيږي.

5: په نيوروزيس کې ناروغ ډيلوژن(هزيان) او هلوسنيشن(برسامات) نه لري اما په سايکوزيس کي وي.

6: په نيوروزيس کې جنتيکی فکتورونه ډير مهم ندي اما دسايکوزيس په منځته راتګ کې جنتيکی فکتورونه ډير زيات مهم ګڼل کيږي.

7: د‌ نيوروزيس په منځ ته راتګ کې د سټريس څخه ډک حالتونه ډير رول لري اما سايکوزيس کی دومره مهم ندي.

8: نيوروزيس تداوي اسانه او د سايکوزيس سخته ده.

نيوروزيس مثالونه : انزايټي, ډپريشن, OCD, Somatoform disorder او داسي نور.

سايکوزيس مثالونه : سکيزوفرينيا, Delusional disorder او داسي نور
©

Want your practice to be the top-listed Clinic in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address


Kabul