Cricket Update News

Cricket Update News

Share

All cricket news update

14/12/2025

د وقار سلامخېل ملي لوبډلې ته تګ او بدبختي !

وقار سلامخېل چې د افغانستان د ټېسټ سیالیو ملي لوبغاړی بلل کیږي په خپل ژوند کې له بشپړې وړتیا سره سره بیا هم یوازې یوه ټېسټ لوبه د اصغر افغان په وخت کې وکړه او بیا په نړیوال کرکټ کې راښکاره نه شو .

وقار سلام خېل چې د افغانستان ملي لوبډلې د پخواني کپتان اصغر افغان او ملي لوبغاړي کریم جنت خوریه ده له همدې امله په افغان ملي لوبډله کې ځای نه لري کله چې وقار په کارابین لیګ کې ښه وځلېد د ویسټ انډیز پياوړي لوبغاړي ډوین براوو په انسټاګرام هغه وخت راشد خان او محمد نبي ټګ کړی و او مشوره یې ورکړې وه چې دې هلک ته چانس ورکړئ.

وقار د ای پي ایل پرته د نړۍ نږدې ټول لیګونه وکړل' خو ولې په افغانستان کې ځای نه لري شاید افغان کرکټ بورډ یو دلیل دا هم وړاندې کړي چې د راشد ' نبي ' مجیب' نور احمد په شتون کې دوی وقار ته ځای نه درلود' خو ولې دا دلیل منطقي نه دی ځکه چې وقار کولی شول افغانستان ته یو ورځنیواو ټېسټ لوبو کې ولوبیږي او هم دراشد په نشتون کې لوبډله کې ولوبیږي.l او همدارنګه په الف لوبډله کې لوبېدلی وی.

دا چې اوس نړیوال جام رانږدې دی نن یې چې کوم بالېنګ وکړ یوځل بیایې درې ویکټې ترلاسه کړې د لوبې مبصر وویل چې دغه هلک ولې افغانستان ته نه لوبیږي? هر لیګ ټاپ کوي که د نړیوال جام برخه شي ښه ده.

خو خبره داده چې وقار بدبخته ده چې افغانستان کې ځای نه لري ځکه دلته راشد ' نبي' مجیب' نور احمد او غظنفر لوبیږي ځای نشته چې یو بل سپېنر ولوبوي..

وقار به ډير وخته ای پي ایل هم کړی وی ' خو چې د ملي لوبډلې برحاله غړی وی ' ځکه چې د هند غوره لیګ کې هغه لوبغاړي اخیستل کیږي کوم چې برحاله په ملي لوبډله کې لوبیږي.
خان وزير عابد

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Kabul