Bakht M Ahmadzai
Bakht M Ahmadzai(voice of peace and love) Sport page
15/07/2026
د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) وروستي خبرداري، که چیرې د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد اوسنی حکومت اداری له المپیک کمېټې سره یو ځای شي، نړیواله شورا به خپلې ټولې مالي او تخنیکي مرستې په بشپړ ډول بندې کړي.
دا پرېکړه د افغان کرکټ د راتلونکي لپاره لاندې جدي خطرونه رامنځته کوي:
د بودیجې بندېدل: د کرکټ بورډ د عوایدو او د لوبغاړو د معاشونو اصلي سرچینه به له منځه لاړه شي.
له نړیوالو لوبو محرومیت: د مرستو بندول د افغانستان د غړیتوب د ځنډولو او له نړیوالو ټورنمنټونو څخه د ایستلو لومړی ګام کېدی شي.
د زیربناوو نړېدل: په هېواد کې د نویو لوبغالو جوړول او د کورني کرکټ وده به په ټپه ودرېږي.
سیاسي لاسوهنه: نړیواله شورا ټینګار کوي چې د کرکټ بورډ اداره باید د هر ډول حکومتي او سیاسي ارګانونو له مداخلې پاکه وي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Address
Kabul
021