Aman Aziz Ltd
امان عزيز شرکت په افغانستان کي د معياري درملو توريدي شرکت
22/02/2022
عزيز امان شرکت | Aziz Aman LTD
روغتیايي معلومات
هغه خواړه چي پښتورګي پاکوي:
پښتورګي په بدن کي د فلټر په توګه کار کوي چي وینه له زهرجنو او ضايعاتو څخه تصفيه کوي او مثانې ته يې استوي تر څو د تشو بولو له لاري خارجي سي.
پښتورګي د لوبیا دانې شکل لري چي د ملا تیر يې کیڼ او ښی اړخ ته پراته دي.
هغه څيزونه چي پښتورګي يا ګرده له منځه وړي، د ډير وخت لپاره د تشو بولو ساتل،
ګازي څښاک، اوبه کمي څښل او پر يوه ځای زيات کښيناستل دي.
د پښتورګو روغتيا ته پيښېدونکي خطرونه د ځينو لاملونو له کبله رامنځته کيږي،
چي د ويني فشار لوړوالی، شکر او د عمر زياتوالی يې اصلي عوامل دي.
د دې سربېره د مالګي او پروټينو زيات استعمال هم په پښتورګو فشار راولي او له خطر سره يې مخ کوي.
خو خوشبختانه تاسو کولای سئ چي د پښتورګو روغتيا ته په پاملرني سره دغه خطرونه کم کړئ او دا د ځينو خوړو له لاري ممکن دي کوم چي په لاندي ډول دي:
هوږه یا اوږده:
هوږه يوازي زړه ته نه بلکي د پښتورګو روغتيا لپاره هم غوره خواړه دي،
دا په خوراک کي د اضافي مالګي اندازه کموي.
پياز:
پياز يو شمېر ويټامينونه، منرالونه او د پښتورګو لپاره ګټور د اکسيد ضد مادې لري.
کورکمن:
کورکمن د التهاب او اکسيدونو څخه ډک خواړه دي،
دغه راز په پراخه کچه مګنيسيم او وسپنه هم لري.
مڼه یا سېب:
د التهاب پر وړاندي مبارزې لپاره مڼه غوره خواړه دي،
دا په پراخه کچه ويټامن سي لري او د اکسيدونو ضد دي.
ادرک:
ادرک له زنک، وسپنې، فاسفورس او ميګنيسم څخه ډک خواړه دي، دا نباتي انټي بيوټيک لري چي د ناروغيو سره مبارزه کوي او د ټپونو او سکريچونو يا خراش درملنه کوي کوم چي حجرو ته زيان رسوي.
--------------------------------------------------------------------------
د اړيکي شمېره: 0700363866
ویبـپاڼـــه: www.citropharm.com
برېښناليک پته: [email protected]
آدرس: نوي سروري مارکېټ، شاه زمان واټ، کندهار، افغانستان
21/02/2022
Aziz Aman LTD
Group of Companies Inc.
Cell: 0700363866
Web: www.citropharm.com
Email: [email protected]
Add: Kandahar Afghanistan
20/02/2022
عزيز امان شرکت | Aziz Aman LTD
روغتیايي معلومات
ګټوري طبي لارښوني:
1- د سهار په وخت کي سپورټ او د غاښونو برس کول عادت جوړ کړئ.
2- د سهار ناشته د ځان عادت وګرځوئ.
3- د وبیده کیدو په وخت کي سر په توس کي مه پټوئ.
4- کله چي بیده کیږئ ګروپ روښان مه پریږدئ.
5- کله مو چي ورېښتان لنده وي ژر مه بیده کیږئ تر څو چي ورېښتان مو وچ سي بیا بیده سئ.
6- د شپې له خوا له زیات خوراک څخه ډډه وکړئ.
7- په پلاستیکي لوښو کي خوراک او چیښاک مه کوئ.
8- د ډوډۍ مخکي او وروسته لاسونه پاک پرېولئ.
9- کله چي د برق لین په ساکټ کي وي د ګرمو اوبو څخه استفاده مه کوئ.
10- د برقي وسایلو سره په راخیستو او کیښیښودلو کي ډېر احتیاط کوئ.
٭کوم شیان چې په لیلام کي اخلئ د استعمال څخه مخکي یې لومړی ښه په ګرمو اوبو مینځئ بیا یې استعمالوئ.
--------------------------------------------------------------------
د اړيکي شمېره: 0700363866
ویبـپاڼـــه: www.citropharm.com
برېښناليک پته: [email protected]
آدرس: نوي سروري مارکېټ، شاه زمان واټ، کندهار، افغانستان
16/02/2022
عزيز امان شرکت | Aziz Aman LTD
روغتیايي معلومات
د شکري ناروغۍ نښي نښانې:
کله چې د انسولين د کمبود او يا بې اغيزه توب له امله په وينه کې شکره را غونډه شي، د ناروغ بدن د دې کوښښ کوي چې په يو چل نه يو چل د لوړې شکرې کچه را ټيټه کړي.
د دې کار لپاره پښتورګي مټې را نغاړي چې يو څه د ادرار يا متيازو له لارې له وجوده وباسي. خو ګلوکوز له وجوده د بولو له لارې يوازي نه وزي بلکه له ځان سره ښې ډيرې اوبه هم راکښوي. لدې امله د شکرې ناروغ چې يا تشخيص شوی نه وي او يا يې شکره سمه نه وي کنترول، ډير تږی کيږي او ور سره ډيري متيازي کوي.
مثلاً ناروغ د اوبو څښلو او تشو متيازو لپاره د شپې څو ځله له خوبه را پورته کيږي. له ګلوکوز څخه د نه استفادې له وجهې د ناروغ وجود د انرژي جوړولو لپاره پر خپل ځان مخ را اړوي او د بدن د عضلاتو او سپينې غوښي خوړولو ته ملا تړي، نو لدې امله ناروغ وزن له لاسه ورکوي.
د شکري لومړی ډول په چټکۍ سره خپلې نښې نښانې ښکاره کوي خو دوهم ډول يې کرار کرار وروسته له ډيره وخته خپلې علامې ښيي.
د شکري ناروغۍ عمده علامې:
- زياته تنده
- د ادرار يا بولو زياتوالی
- د وزن له لاسه ورکول
د شکري ناروغۍ لپاره وړ وړ درملونه شته، ځني د انسولين کچه او ځني نور بيا د هغه اغېز زياتوي. د مثال په ډول مِټفورمېن (Metformin) د انسولين اغېز او ګلېکلازايډ (Gliclazide) يې کچه لوړوي. ځني ناروغانو ته بيا پخپله د انسولين لګولو اړتيا وي.
خو تر ټولو مهمه دا ده چې نوموړي درمل بايد ټول عمر استعمال شي او د ډاکټر له مشورې پرته پرې نه ښودل شي. له درمل سره سره ناروغان بايد وزن کم کړي او منظم ورزش يا تمرين وکړي. د صحي خوړو خوړل او د سګريټو نه څکول د درملنې مهمه برخه ده.
Dr shams.
--------------------------------------------------------------------------
د اړيکي شمېره: 0700363866
ویبـپاڼـــه: www.citropharm.com
برېښناليک پته: [email protected]
آدرس: نوي سروري مارکېټ، شاه زمان واټ، کندهار، افغانستان
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the practice
Telephone
Website
Address
Kandahar
3801