Mr Zadran
Full Stack Web Developer Based in Khost, Afghanistan. JavaScript | React | Bootstrap & Tailwind CSS | Next.js | Node.js | PHP
05/02/2026
شخصي وېبپاڼه
محصلين، د کمپيوټر ساينس زدهکوونکي او هغه کسان چې د ويب ډوېلپمنټ سره علاقه لري! که غواړئ خپل مهارتونه په عملي ډول وښايئ، نو تر ټولو ښه لاره دا ده چې خپل کارونه په يو Portfolio Website کې راټول کړئ.
ما هم همدا اوس خپل لومړنی شخصي وېبسايټ جوړ کړی دی. دا سايټ مې د تمرين او زدهکړې لپاره جوړ کړی، تر څو:
هغه څه چې زده کړي مې دي، په عملي ډول وښيم؛
د React او Tailwind CSS سره خپله تجربه مستنده کړم؛
او ورو ورو خپل مهارتونه ښه او پياوړي کړم.
دا وېبسايټ لا د زدهکړې په پړاو کې دی، خو زما لپاره يو مهم ګام دی. کله چې انسان خپل کارونه په يو ځای کې راټول کړي، هم خپله پرمختګ ويني او هم نورو ته په اسانه ښودلی شي چې پر څه کار کولی شي.
که تاسې هم د ويب ډوېلپمنټ په پيل کې ياست: • له وړو پروژو پيل وکړئ؛
• ساده Portfolio Website جوړ کړئ؛
• هر نوی مهارت يا پروژه پکې ور زياته کړئ؛
• او له تجربې مه وېرېږئ — همدا تمرين مو قوي کوي.
دا زما لومړنی ګام دی، او انشاءالله د وخت په تېرېدو به دا Portfolio نور هم بشپړ شي.
لينک په کمینټ کې👇👇👇
03/02/2026
ډېری نوي ډیویلوپران HTML، CSS او JavaScript زده کوي،
خو له یوې مرحلې وروسته ګډوډ شي او نه پوهېږي چې
اوس څه وکړم؟ له کومه مخته لاړ شم؟
حقیقت دا دی چې ستونزه د استعداد یا محنت نه وي،
اصلي ستونزه دا وي چې د زدهکړې له پیل مخکې درې مهم بنسټونه نه وي روښانه شوي:
۱) هدف (Goal)
ځان سره روښانه کړه چې ولې ویب ډیویلوپمینټ زده کوې.
دنده؟ فریلانس؟ خپل پروژې؟
کله چې هدف معلوم وي، زده کړه لوری پیدا کوي.
۲) لاره یا روډمېپ (Roadmap)
یوازې هدف لرل بسنه نه کوي.
باید پوه شې: له کوم ځایه شروع کوې،
او کوم مهارتونه په کوم ترتیب زده کوې.
۳) وخت (Time)
بریا د منظم وخت غوښتنه کوي.
که هره ورځ لږ تر لږه ۲ ساعته تمرکز لرونکی کار وکړې،
پایله به حتمي وي.
یاد ولره:
بې هدفه زده کړه،
بې روډمېپه هڅه،
او بې وخته کار
اکثره خلک نیمه لار کې دروي.
خو که دا درې شیان سم تنظیم کړې،
لار به دې روښانه وي او پرمختګ به دې دوام ولري 🌱
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Address
New Kot
Khost