Abdali Medical Complex
عبدالي طبي کمپلېکس د خوست ولایت په دولس سوه فامیلیو کې موقیعت لري او د هېوادوالو لپاره ۲۴ ساعته معياري خدمات وړاندې کوي.
15/04/2026
#زېری
اوس په عبدالي طبي کمپلېکس کې
د ماشومانو د داخله ناروغیو ۲۴ ساعته مجهز او معياري خدمات
عبدالي طبي کمپلېکس ویاړي چې د ماشومانو د داخله ناروغیو څانګه یې د ۲۴ ساعته طبي خدماتو په پار د یو پیاوړي او مجرب متخصص ټیم په لرلو سره فعاله کړه.
اوس ستاسو ګلالي ماشومان هر وخت د دقیق تشخیص، پر وخت درملنې او د دوامداره پاملرنې تر چتر لاندې له عادي ناروغیو تر جدي حالتو پورې، په داسې چاپېریال کې چې د زون په کچه له پوره تجربې، علمي و عملي مهارتونو او د انساني احساس له مخې خوستوالو او د جنوب خيتيځ زون اوسيدونکو ته معياري او د باور وړ خدمات پکې اجرا کېږي، تر سره کړئ.
په یاده څانګه کې د ماشومانو معياري تشخیص او غوره درملنه د تجربه لرونکو متخصصینو لکه: ، ، ، ، او تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره کېږي، څو هر ماشوم ته معیاري او د باور وړ خدمات وړاندې شوې وي.
د ماشوم روغتیا د هرې کورنۍ تر ټولو ستره هیله ده او موږ دا هیله په مسوولیت بدله کړې، څو خوستمېشتو ولسونو سالم او روغ ماشومان لرلې وي.
📞 اړیکه: 0770298484
📍 پته: ۱۲۰۰ فامیلۍ پاس سرک، د احمد شاه ابدالي پوهنتون ترڅنګ، خوست – افغانستان.
12/04/2026
د عبدالي طبي کمپلېکس راډیولوژي ډیپارټمنټ
د دقیق تشخیص لپاره پرمختللې ټکنالوژي حیاتي ارزښت لري.
په عبدالي طبي کمپلېکس کې د راډیولوژي ډیپارټمنټ د عصري وسایلو او مسلکي ټیم پر مټ تاسو ته هغه معیاري خدمات وړاندې کوي، چې د هرې ناروغۍ د سم تشخیص بنسټ جوړوي.
موږ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره لاندې خدمات وړاندې کوو:
MRI | CT Scan | Digital X-Ray | Ultrasound
دلته هر معاینه په لوړ دقت، خوندي طریقه او د مسلکي څارنې لاندې ترسره کېږي، څو معالج ډاکټران وکولای شي د ناروغ حالت په واضح ډول و ارزوي او مناسبه درملنه ورته وټاکي.
📞 اړیکه: 0770298484
📍 پته: ۱۲۰۰ فامیلۍ پاس سرک، د احمد شاه ابدالي پوهنتون ترڅنګ، خوست – افغانستان.
11/04/2026
معیاري او پرمختللی لابراتوار
د دقیقې درملنې بنسټ تل له سم او پر وخت تشخیص څخه پیلېږي.
د عبدالي طبي کمپلېکس لابراتوار د عصري وسایلو، مجربو او مسلکي کارکوونکو پر مټ په پوره لوړ معاينات د ډېر دقت او باور سره ترسره کوي، څو د ناروغیو په پېژندنه کې هېڅ ډول ابهام پاتې نه شي.
دلته هر ټېسټ د نړۍوالو معیارونو سره سم اجرا کېږي او پایلې یې په وخت او باوري ډول وړاندې کېږي، څو ډاکټران وکولای شي د هر ناروغ لپاره مناسبه او اغېزمنه درملنه وټاکي.
📞 اړیکه: 0770298484
📍 پته: ۱۲۰۰ فامیلۍ پاس سرک، د احمد شاه ابدالي پوهنتون ترڅنګ، خوست – افغانستان.
09/04/2026
عمومي او لاپراسکوپي جراحي
د دقیقې جراحۍ تر شا د یو لایق ډاکټر تجربه، لوړ مهارت او پرمختللې ټکنالوژي باید واوسي، چې دا هر څه موږ په عبدالي طبي کمپلېکس کې د عمومي او لاپراسکوپي جراحۍ د معياري څانګې لپاره تيار کړې او د همدې اصل پر بنسټ د متخصص ډاکټر محمد یعقوب کومکي تر مستقیم څار لاندې فعالیت کوي، څو ناروغانو ته خوندي، اغېزمن او باوري جراحي خدمات وړاندې شي.
په یاده څانګه کې د معدې، کولمو، اپنډیکس، کیسه صفرا او نورو عامو جراحي ستونزو درملنه د مجربو متخصصینو له لورې ترسره کېږي او همدارنګه د لاپراسکوپي له لارې جراحي په لږ درد، لږ داغ او چټک رغېدو سره د اجرا وړ ده، څو ناروغان ژر خپل عادي ژوند ته وګرځي.
📞 اړیکه: 0770298484
📍 پته: ۱۲۰۰ فامیلۍ پاس سرک، د احمد شاه ابدالي پوهنتون ترڅنګ، خوست – افغانستان.
06/04/2026
زېری!
عبدالي طبي کمپلېکس ویاړي چې د لومړي ځل لپاره په خوست ولایت کې د PCT (Procalcitonin) وینې معاینه په معیاري او مسلکي بڼه فعاله کړه!
دا مهم لابراتواري ټېسټ اوس زموږ په کمپلېکس کې د عصري وسایلو او تجربهلرونکي ټیم له لورې ترسره کېږي، څو د جدي بکتریايي انتاناتو په دقیق تشخیص او د درملنې په سم مدیریت کې مرسته وکړي.
اوس اړتیا نشته چې د دې معاینې لپاره له ولایته بهر ولاړ شئ، عبدالي طبي کمپلېکس ستاسو لپاره دا مهم خدمت پخپل ښار کې برابر کړی.
📞 اړیکه: 0770298484
📍 پته: ۱۲۰۰ فامیلۍ پاس سرک، د احمد شاه ابدالي پوهنتون ترڅنګ، خوست – افغانستان.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the practice
Telephone
Website
Address
1200 Families
Khost