Watan Media HD
News Agency Thư Ký Luật Sư Nguyễn Thành Trung- Tiếp nhận hồ sơ và xử lý thu hồi vốn treo, tiền bị lừa đảo trên không gian mạng.
د لارو بندېدو له امله په مستعمیره پښتونخوا کې د چاپ خونو فعالیت دورل شوی !
کابل – د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې پر یوه چینایي رستورانت شوی برید د داع،ش ډلې له خوا او د پاکستان په همغږۍ ترسره شوی دی.
نبیل ویلي، د یاد بر.ید پلان د داعش د مشر خالد المنات له خوا د پاکستان د نوشهرې په سیمه کې جوړ شوی او نوموړی له پاکستاني استخباراتي ادارو سره اړیکې لري.
د هغه په وینا، په همدې سیمه کې د داعش لسګونه غړي د ورته بر.یدونو لپاره روزل شوي دي.
له بلې خوا، داع.ش خر.اسان څانګې د یاد برید مسوولیت منلی دی.
یاد بر.ید پرون مازدیګر شوی، چې له امله یې د یوه چینایي وګړي په ګډون لږ تر لږه ۷ کسان وژ.ل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي
20/01/2026
کابل – د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د چینایانو پر رستورانت شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
نوموړي د یاد برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله او دعا کړې ده.
په ورته وخت کې، د دغې پېښې مسوولیت د داعش خراسان څانګې منلی او چینایانو ته یې د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
خو اسلامي امارت وایي، په یاد برید کې د یوه چینایي وګړي په ګډون شپږ افغانان وژل شوي او څو نور کسان ټپیان دي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the public figure
Telephone
Website
Address
Arab
Khost
00000