Qayoom Sadat
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Qayoom Sadat, News & Media Website, Sharan.
18/10/2025
#دارګون غمیزه پیښه.
خدایه! زموږ د کورنۍ ټولو شهی.دانو ته جنت الفردوس ورنصیب کړي موږ کورنۍ ته یی د زړه صبر راکړی ، له ټولو ملګرو او دوستانو څخه نړۍ مننه چې موږ یی په دې دروند غم کې یواځې نه پریښودو او تسلیت او حوصله یی راکړه. درنښت
05/05/2021
په ننګرهار کې د تازه ميوو حاصلات ډېر شوي دي.
ثور/۱۵
په ننګرهار کې د تازه ميوو حاصلات د تېر کال په نسبت ډېر شوي دي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ سږکال د ننګرهار له بڼونو څخه ۶٠٠ ټنه شفتالو، زردآلو، لوکاټ او آلوچې ترلاسه شوې دي، په داسې حال کې چې دغه شمېر تېرکال څلور زره ټنه و.
له بڼوالو سره مرسته، د بڼوالۍ له نويو لارو چارو سره د هغوى بلدتيا او د نويو بڼونو جوړول د دغو ميوو د توليداتو د زياتوالي لاملونه دي.
سږکال د ننګرهار له بڼونو څخه يواځې ۵۵٠٠ ټنه شفتالو راټول شوي دي چې له نورو ميوو څخه زيات دي.
د ننګرهار د کرنې او اوبو لګولو رياست يو خبرځاى رسنیو ته وويل چې هلې ځلې کوي له بزګرانو سره د مرستو، د بڼوالۍ له نويو لارو چارو سره د بزګرانو د بلدتيا، د ورکشاپونو او د نويو بڼونو په جوړولو سره د ميوو حاصلات نور هم زيات کړي.
د ننګرهار تازه ميوې د افغانستان د ختيځو ولايتونو د بازارونو ترڅنګ د هېواد د مرکز په بازارونو کې هم پلورل کېږي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Sharan