AWSC
Afghan Writer's Strategic Center
07/09/2026
د افغان لیکوالو ستراتیژیک مرکز تاریخي رسالت او د سید جمالالدین افغان د هویت ساتنه
په داسې تاریخي پړاو کې چې د اسلامي نړۍ د ستر مفکر، مصلح او فیلسوف سید جمالالدین افغان د هویت، شخصیت او علمي میراث د تحریف او غصب هڅې په بېلابېلو بڼو روانې دي، په کاناډا کې د افغان لیکوالو ستراتیژیک مرکز خپل تاریخي، علمي او ملي مسؤولیت درک کړ او د حقیقت د دفاع لپاره یې عملي ګام پورته کړو.
مرکز په دې باور دی چې د ملتونو تاریخي هویت د هغوی د علمي شخصیتونو په ساتنه او مستند معرفي کولو پورې تړلی دی. د همدې باور پر بنسټ د ښاغلي شفیق سادات ارزښتناک څېړنیز اثر د مرکز په نوښت چاپ او خپور کړو او د چاپ مالي لګښت یې د ادب، فرهنګ او ملي ارزښتونو د ملاتړي انجینر امین ظریف له خوا برابر شو.
دا یوازې د یوه کتاب چاپ نه و بلکې د افغانستان د تاریخي هویت، علمي میراث او فرهنګي اصالت د دفاع لپاره یو ملي او علمي اقدام و. دغه نوښت وښودله چې علمي او فرهنګي بنسټونه، که څه هم له هېواده بهر فعالیت کوي، بیا هم د خپل ملت د تاریخي ارزښتونو په ساتنه او نړیواله معرفي کې مهم او اغېزناک رول لوبولای شي.
افغان لیکوالو ستراتیژیک مرکز به د مستندو څېړنو، علمي خپرونو او فرهنګي نوښتونو له لارې د افغانستان د تاریخي شخصیتونو، ملي هویت او علمي میراث د ساتنې، مستندسازۍ او نړیوالې معرفۍ خپل رسالت ته دوام ورکړي، څو راتلونکي نسلونه له خپل تاریخي ویاړ سره په مستند او علمي ډول آشنا وي.
تاریخ هغه وخت ژوندی پاتې کېږي چې حقیقت یې وساتل شي، او هویت هغه وخت خوندي وي چې اهل قلم یې په زړورتیا دفاع وکړي.
05/11/2026
لیکنه:- هانټا وایرس دی که نړیوال کنټرول
لیکوال:- نثارکریمزی
په نني عصر کې د هانټا وایرس (Hantavirus) او ورته نورو ساري ناروغیو بحث یوازې د طب تر لابراتوارونو محدود پاتې نه دی بلکې دا موضوع اوس د سیاست، اقتصاد، رسنیو او د انسان د فردي ازادۍ له برخلیک سره غوټه شوې ده. د کوویډ-۱۹ (COVID-19) له ترخې تجربې وروسته د بشري ټولنې لیدلوری بدل شوی اوس هره نوې اپیډیمي یوازې د روغتیا له زاویې نه بلکې د ځواکمنو قدرتونو د نفوذ، اقتصادي ګټو او د ټولنو د مدیریت د یوې وسیلې په توګه ارزول کېږي.
دا وضعیت موږ له یوې جدي فلسفي او سیاسي پوښتنې سره مخ کوي:
ایا راتلونکې وباوې به یوازې طبیعي افتونه وي که د وېرې له لارې د نړیوالو سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو فشار؟
د وېرې سیاست!
د تاریخ تکراري تجربه له لرغونو زمانو راهیسې (وېره) د قدرت د خاوندانو لپاره تر ټولو اغېزمنه وسله وه. کله چې یو انسان د وېرې په حصار کې بند شي نو په شعوري یا غیر شعوري ډول لاندې امتیازات له لاسه ورکوي:
• خپلې فردي ازادۍ د ژوندي پاتې کېدو په بدل کې قرباني کوي.
• د دولتونو تر ټولو سخت قوانین پرته له نیوکې مني.
• او د "امنیت" په نوم د ژوند په ټولو برخو کې پراخ کنټرول ته غاړه ږدي.
تاریخ ثابتوي چې جګړې، ترهګري او وبایي ناروغۍ اکثره وخت د لویو او پلان شویو بدلونونو لپاره د پلمې په توګه کارول شوې دي، نو دلته پوښتنه دا ده:
ایا بشري ټولنه یوازې د وېرې له لارې په اسانۍ اداره کېدای شي؟
د وبا اقتصاد!
د بحران په منځ کې ګټو د کوویډ-۱۹ دوران نړۍ ته دا وښودله چې بحران د ټولو لپاره بدمرغي نه ده، په داسې حال کې چې نړۍ له اقتصادي سقوط سره مخ وه او ځینې برخې یې په بې ساري ډول وغوړېدې لکه:
د درملو نړیوال شرکتونه (Big Pharma) په میلیارډونو ډالر شتمن شول.
د ډیجیټلي نظارت او بیومیټریک کنټرول سیسټمونه په ټوله نړۍ کې حاکم شول.
د خلکو شخصي حریم د (روغتیايي خوندیتوب) په نوم محدود شو.
دا حقایق موږ دې ته اړ کوي چې په انتقادي ډول فکر وکړو چې ایا دا بحرانونه ناڅاپي دي که د بازار د نوي نظم او وېرې د سوداګرۍ برخه ده؟
هانټا وایرس!
د نړۍ د ساینس وضعیت یوه برخه علمي شواهد تاییدوي چې هانټا وایرس یو طبیعي ویروس دی چې له موږکانو انسانانو ته لېږدول کېږي او تر اوسه د کوم سیاسي پروګرام نښې پکې نه دي لیدل شوې خو د عامه افکارو پوښتنې پر ځای دي چې:
ولې هره نوې ناروغي په دومره مبالغې سره د رسنیو په لومړۍ پاڼه بدلېږي؟
ولې د هر بحران محصول د فردي ازادیو محدودول وي؟
ایا موږ په تدریجي ډول د داسې یوې نړۍ لور ته روان یو چې بشپړ نظارت پکې یو نورمال عمل وي؟
د انسانانو برخلیک!
د امنیت او ازادۍ کشمکش اصلي بحث پر ویروس نه دی بلکې پر انسان دی کله چې انسان د مرګ او ناروغۍ له وېرې سره مخ کېږي نو د خپل ژوند ارزښتونه له سره تعریفوي په داسې حالاتو کې انسان د خپل شخصي حریم او فردي خپلواکۍ څخه تېرېږي، ترڅو د دولتونو تر چتر لاندې مصئونیت ترلاسه کړي، نو دا هغه نقطه ده چې طب، فلسفه او سیاست سره یوځای کېږي پکې.
شاید نن ورځ مهمه پوښتنه دا نه وي چې دا ویروس له کومه راغی؟ بلکې دا وي چې نړیوال نظامونه د بحرانونو پر مهال د انسان له ذهن، ازادۍ او وېرې سره څه کوي؟
ایا راتلونکی انسان به د داسې یو ژوند په منلو مجبور شي چې د هرې نوې ناروغۍ په خپرېدو سره به یې د ژوند کړۍ نوره هم تنګېږي؟
حقیقت ته د رسېدو لاره نه په مطلق انکار کې ده او نه په ړوند باور کې بلکې د حل لاره په انتقادي فکر او هراړخیزه څېړنه کې تل را نغښتې وي.
درنښت
04/28/2026
د سید جمالالدین افغان پوهنتون د برید په اړه رسمي پیغام
د کونړ ولایت پر سید جمالالدین افغان پوهنتون او په عام ولس د ننني خونړي برید په اړه د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز رهبري خپله ژوره خواشیني، کلک غندنه او جدي اندېښنه څرګندوي. دا ډول پېښې نه یوازې امنیتي ستونزه ده بلکې د یوې ټولنې پر راتلونکې د فکر پر ازادۍ او د بشري کرامت پر بنسټیزو ارزښتونو مستقیم برید بلل کېږي.
پوهنتونونه د جګړې ډګرونه نه دي؛ دا د پوهې، روښانتیا او د نسلونو د روزنې مرکزونه دي د دغو مرکزونو په نښه کول د نړیوالو بشري اصولو د جګړې د قوانینو او د انساني وجدان ښکاره نقض دی دا ډول بریدونه د ټولنې پر فکري بنسټونو حمله ده او د راتلونکي نسل د کمزوري کولو هڅه ګڼل کېږي.
موږ دا ډول بریدونه نه یوازې غندو بلکې دا یې د سیمې د دوامدارې بېثباتۍ، سیاسي رقابتونو او ناسمې ستراتیژۍ پایله بولو له بده مرغه تاوتریخوالی لا هم د ځینو کړیو له خوا د فشار وسیله ګرځول کېږي چې قرباني یې تل عام ولس او بېوسه خلک وي.
دا ډول کړنې باید بېپاسخه پاتې نه شي.
د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز په ټینګار سره له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګري ملتونه څخه غوښتنه کوي چې د دې پېښې هر اړخیزه او خپلواکه څېړنه ترسره کړي د ملکي وګړو او تعلیمي بنسټونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي او هغه اړخونه چې په دا ډول بریدونو کې ښکېل دي د نړیوالو قوانینو له مخې حساب ورکوونکي وګرځول شي.
همداراز موږ د افغانستان له واکمنو څخه غواړو چې د هېواد د امنیتي او سیاسي مدیریت په برخه کې د خلکو د ژوند خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي د زده کړو پر وړاندې شته خنډونه دې لرې کړي او د داسې چاپېریال د رامنځته کولو لپاره دې کار وکړي چې علم، عدالت او مشارکت پکې خوندي وي، د پوهې دروازې تړل او یا د علمي مرکزونو بېوسه پرېښودل د بحران ژورېدو ته لار هواروي.
موږ باور لرو چې افغانستان د تاوتریخوالي له لارې نه بلکې د پوهې، فکر او عقلانیت له لارې رغېدلی شي.
پر پوهنتون برید د انسانتیت په راتلونکي برید دی او دا هغه کرښه ده چې باید ټول انسانان یې په ګډه دفاع وکړي.
په درنښت،
انجینر امین ظریف
د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی
04/20/2026
د ډاکتر ګلاب ولي لخوا د مننې پیغام
“په ډېر درناوي د ټولو هغو دوستانو، خپلوانو او درنو هېوادوالو څخه مننه کوو چې زموږ د ورور ارواښاد الحاج محمد ولي د وفات په غم کې یې له موږ سره غمشریکي وکړه.
ستاسو حضور، دعاګانې او خواخوږي زموږ لپاره لوی تسل او ډاډ وو.
الله تعالی دې ستاسو دا نیک عمل قبول کړي او تاسو ټولو ته دې اجر عظیم درکړي.
په درنښت
ډاکتر محمد ګلاب ولي”
04/16/2026
لیکنه: لادرکه ژورنالیزم
لیکوال: نثارکریمزی
هر کال د نړۍ لوستی قشر د اپریل شپاړسمه د غږ نړیواله ورځ په مختلفو بڼو لمانځي ځکه یوازې د انساني غږ د فزیکي ارزښت یادونه نه ده؛ دا د وجدان، حقیقت او عدالت د اواز ورځ هم ده.
دا هغه ورځ ده چې انسان له ځانه پوښتي:
ایا زموږ غږونه رښتیا هم اورېدل کېږي که یوازې د چوپتیا په تیارو کې ورکېږي؟
دا پوښتنه په افغانستان کې یو عادي فکر نه دی بلکې یو تاریخي درد دی، دلته غږ تل د سیاست د اغیزې لاندې ساه اخیستې او د جګړې تر دوړو لاندې ورک شوی او د قدرت تر فشار لاندې چوپ شوی دی.
غږ یوازې یو فزیکي ارتعاش نه دی بلکې د انسان د حضور ثبوت دی کله چې یو ملت غږ لري معنا دا چې ژوندی دی او کله چې غږ یې چوپ شي نو تاریخ یې د نورو په قلم لیکل کېږي.
ژورنالست په دې منځ کې د همدې غږ ساتونکی دی هغه د خلکو د دردونو امین د حقیقت شاهد او د عدالت غوښتنې ژباړن دی خو کله چې د ده غږ محدود شي نو دا یوازې یو فرد نه بلکې د یوې ټولنې حافظه زیانمنه کېږي.
“لادرکه ژورنالیزم” یوازې د یوه اصطلاح نوم نه دی بلکې د هغه حالاتو انځورګري ده چېرته چې ژورنالست ژوندی وي خو غږ یې بند یا تړلی وي؛ هغه ویني خو ویلی نشي، اوري خو خپرولای نشي.
دا حالت په افغانستان کې د کلونو سیاسي بېثباتۍ، ایدیولوژیک فشارونو او امنیتي وېرې پایله ده، دلته ډېر وخت حقیقت د مصلحت قرباني شوی او ژورنالست د بقا او صداقت تر منځ سخت انتخاب ته اړ شوی دی.
استاد بشیر هاتف یې ښه مثال دی چې د هغو کمسارو څېرو له ډلې دی چې ژورنالیزم یې د مسلک څخه تر د رسالت تر کچې ورسوو، هغه د ژوندون او شمشاد له پردو داسې خبرې وکړې چې ډېر نور یې له ویلو ډارېدل.
د ده ځانګړنه د جرأت ترڅنګ د خپل غږ د خلکو له غږ سره وتړو، دای د قدرت ژباړن نه ول بلکې د ولس استازی ول د همدې لپاره که څه هم ډېر وخت یې غږ د محدودیتونو تر فشار لاندې راغی خو خپل ارزښت یې له لاسه ور نه کړ.
بله دا چې استاد هاتف یو ملي شخصیت دی ځکه هغه د یوې ځانګړې ډلې او سیمې یا ژبې استازیتوب نه کوو بلکې د افغانستان د ګډ درد او ګډ برخلیک غږ ول.
د افغانستان د رسنیو نړۍ د ژبو او فرهنګونو یوه رنګینه ټولګه ده خو ژورنالیزم په خپل ذات کې له دې ټولو چوکاټونو پورته ولاړ دی. ژورنالست که په هره ژبه خبرې کوي د یوه واحد مسوولیت بار پر اوږو لري؛ د حقیقت ویل او د خلکو د ژوند رښتینې انځور وړاندې کول.
له همدې امله، ژبه باید د وېش وسیله نه بلکې د تفاهم پُل وي کله چې غږ صادق وي هغه خپله لاره مومي که په هره ژبه وي او همدا هغه ټکی دی چې د بشیر هاتف په څېر څېرې یې عملي بېلګه ده؛ هغه وښوده چې ژورنالیزم هغه وخت ملي بڼه خپلوي کله چې د ټولنې ګډ دردونه او ارمانونه په رښتیني او زړور ډول بیان شي.
که د افغانستان وروستیو لسیزو ته نظر واچوو نو وینو چې هر پړاو د غږونو د محدودولو خپله کیسه لري. کله ایدیولوژي پر غږ غالب شوې، کله جګړې هر څه غلي کړي، او کله سیاست د حقیقت ځای نیولی دی.
په دې بهیر کې ډېر ژورنالستان یا چوپ شول یا له وطنه ولاړل او یا یې د خپل غږ بیه په خپل ژوند ورکړه. دا یوازې د افرادو له لاسه ورکول نه بلکې د یوې ټولنې د حافظې کمزوري کېدل دي.
د غږ نړیواله ورځ باید یوازې د لمانځنې ورځ نه بلکې د وجدان د راویښولو شیبه وي، دا ورځ موږ ته یادونه کوي چې غږ یوازې حق نه بلکې مسوولیت هم دی.
که ژورنالست غږ له لاسه ورکړي نو ټولنه خپل عکس له لاسه ورکوي او که حقیقت پټ شي نو راتلونکی به پر ناسم بنسټ ولاړ وي.
غږ که هر څومره وځپل شي، خاموشېدل یې دایمي نه دي. حقیقت، لکه رڼا، خپله لاره پیدا کوي.
درنښت
04/14/2026
د تسلیت او فاتحې اعلان
په ډېرې خواشینۍ سره خبر درکوو چې د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز د بورډ محترم غړي ډاکتر محمد ګلاب ولي ورور قومي مشر الحاج محمد ولي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د ارواښاد د روح د ایصال ثواب په موخه د فاتحې مراسم په لاندې ډول ترسره کېږي:
ځای: 2074 Kipling Ave, Etobicoke, ON M9W 4J9
نېټه: یکشنبه، ۱۹ اپرېل ۲۰۲۶
وخت: د سهار له ۱۰:۰۰ څخه تر ۱۲:۰۰ بجو پورې
الله تعالی دې ارواښاد ته جنت الفردوس نصیب کړي او درنې کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته دې صبر جمیل عطا کړي.
درنښت
نثارکریمزی
د مرکز اجرایوی مشر
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the organization
Telephone
Website
Address
Toronto, ON