Afghans In Windsor

Afghans In Windsor

Share

We are a vibrant nonprofit organization fostering integration, unity, support, & cultural diversity.

Photos from Afghans In Windsor 's post 04/09/2025

په وینډزر ښار کې افغانانو کوچنی اختر او د نوروز جشن ولمانځل

د کاناډا د انتاریو ولایت په وینډزر ښار کې سلګونه افغانانو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د اختر او نورو جشن د لمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړ او دا خوښۍ یې په شریکه ولمانځلې.

دغه غونډه چې په وینډزر کې د مېشتو افغانانو په نوښت جوړه شوې وه، مالي ملاتړ یې پخپله په دغه ښار کې مېشتو افغانانو، هېنداره بنسټ، Rotary Club of LaSalle، Nile، YMCA, UHC، South Asian Centre او Winnersکړی و. پروګرام د قران کریم د ایتونو په تلاوت پیل او ورپسې د افغانستان ملي سرود او دغه راز د کاناډ ملي سرود وغږول شول.

د دغه جشن د جوړولو د کمېټې مشرې زکیه ضرابي غونډې ته پخپله پرانیستونکي وینا کې ګډونوالو ته هرکلی ووایو او دغه راز یې دغلته مېشتو افغانانو ته په وینډزر ښار کې د بیامېشتېدلو په برخه کې د ځینو ادارو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل چې څنګه ددغو ادارو له خدماتو په استفادې سره په نوې ټولنه کې مدغم کېدای او په منظمه توګه نوی ژوند پیل کولای شي.

آغلې ضرابي هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې افغان نجونې د زده‌کړو حق ولري، لکه څرنګه چې نجونو د نوروز په مراسمو کې ګډون کړی دی.

ورپسې د وینډزر ښاروالي استازي انجیلو مارینیاني (Angelo Marignani) غونډې ته وینا وکړه، او د اختر او نوروز د مبارکۍ تر څنګ یې زیاته کړه چې کاناډا فرهنګي‌او نژداي تنوع ته ډېر ارزښت ورکوي. نوموړي زیاته کړه: ((کاناډا مهربانه ده، موږ ویره نه لرو، زموږ تنوع خوښېږي.))

ورپسې د هېندارې ښوونیزې او ټولنیزې پرمختيا موسسې مشر غوث الدین فروتن خبرې وکړې. هغه پخپلو خبرو کې وویل چې هېندارې موسسې چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې خدمت کوي اوس یې یوه څانګه په کاناډا کې هم فعاله شوې ده او له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

ښاغلي فروتن وویل هېنداره بنسټ په پام کې لري چې په نزدې راتلونکې کې له وینډزر ښار څخه په پښتو، دري او انګليسي ژبه یوه جریده هم خپره کړي. نوموړي زیاته کړه، څنګه چې هېندارې د اوسني پروګرام په تمويل کې برخه اخيستې ده، په راتلونکي کې هم په پام کې لري چې افغانانو ته ورته نور پروګرامونه جوړ کړي‌ او د دوی د خپلمنځي اړيکو په پیاوړي کولو کې ونډه واخلي. دده په وینا هېنداره له افغانانو سره مرسته کوي چې څنګه په کاناډا کې نوی ژوند پيل او له بېلابېلو دولتي پروګرامونو څخه پر وخت، اغېزناکه او ډېره ګټه واخلي.

همدا راز د هېندارې بنسټ مشر ښاغلي فروتن او آغلې زکیه ضرابي د هېندارې بنسټ او په ویندزر کې میشتو افغانانو په استازیتوب د ښاروالۍ استازي ښاغلي مارینیاني ته وطني غالۍ ډالۍ کړه.

په غونډه کې سیکهانو افغانانو خپل دودیز اټن وکړ او نورو افغانو هم دغه جشن په اټن او نڅا سره ولمانځه. دغه راز هغو رضا کارانو ته هم ډالۍ ورکړل شوې چې ددغې غونډې په تنظیم کې یې برخه اخیستې وه. غونډه د ماښامنۍ له خوړلو وروسته پای ته ورسېده.

د یادونې وړ دا چې دا دویم کال دی چې په ویندزر کې مېشت افغانان نوروز جشن ددغه ډول غونډو په جوړلو سره نمانځي.

Want your establishment to be the top-listed Arts & Entertainment in Windsor?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Downtown
Windsor, ON