CGTN Pashto

CGTN Pashto

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from CGTN Pashto, Media/News Company, 16A Shijingshan Road Shijingshan District, Beijing.

16/03/2026

په متحده عربي اماراتو کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان دي
د متحده عربي اماراتو ملي دفاع وزارت د مارچ په ۱۵مه نېټه خبر ورکړی، چې په منځني ختیځ کې د روانې شخړې له امله، په دغه هېواد کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې د متحده عربي امارات، پاکستان، نیپال او بنګله‌دېش اتباع شامل دي.
خبر وايي، د متحده عربي اماراتو هوايي دفاعي سیسټم د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې له ایران څخه ور توغول شوي ۲۹۸ بالستیک توغندي او ۱۵ کروز توغندي شنډ کړي او ۱۶۰۶ بې‌پیلوټه الوتکې يې رانسکورې کړې دي.
خبر زياتوي، د متحده عربي اماراتو هوايي دفاعي سیسټم د روانې میاشتې په ۱۵مه ۴ بالستیک توغندي شنډ کړي او ۶ بې‌پیلوټه الوتکې یې راغورځولې دي.

16/03/2026

اسرائيلي پوځ: تېره ورځ مو په ايران کې پر ۲۰۰ هدفونو بريدونه کړي
د اسرائيل دفاع وزارت د مارچ په ۱۶مه نېټه خبر ورکړی، چې ځواکونو يې تېره ورځ د ايران په لوېديځو او مرکزي سيمو کې پر شاوخوا ۲۰۰ هدفونو بریدونه کړي دي.
د اسرائيل پوځ پر ټولنيزو رسنيو په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې د ايراني ځواکونو د قوماندانۍ مرکزونه، د هوايي دفاع سيسټمونه او د وسلو د زېرمې او توليد تاسيسات په نښه کړي دي.
اسرائيلو پوځ د دغو عملياتو په تړاو وېډيوګانې هم خپرې کړې دي.

16/03/2026

درنو دوستانو، سلام!
« د چيني ژبې لوست» پروګرام کې د چين په اړه لنډ معلومات او ګټور او په زړه پورې موضوعات وړاندې کېږي.
راځئ! د دغه پروګرام په پنځم لوست کې له غوټۍ او جان روان ځاځي سره د نيکې هيلې او مبارکۍ پيغامونه زده کړئ.

15/03/2026

د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر لپاره چينايانو ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونه ځلې سفرونه کړي
د چين ټرانسپورټ وزارت د مارچ په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د پسرلني اختر د ټرانسپورتي تضمين په موده کې (د روان کال د فبرورۍ له ۲مې نېټې څخه د مارچ تر ۱۳مې نېټې پورې) د دغه هېواد د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د وګړو د تګ راتګ شمېر ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۵م کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي او د لوړې کچې نوی ريکاډ يې جوړ کړی دی.
له دې جملې څخه، په موټرونو کې د سفرونو شمېر ۸ ميليارده او ۷۴۰ ميليونه او د اورګاډيو، بېړيو، ملکي پروازونو له لارې د سفرونو شمېرونه په جلا جلا توګه ۵۴۰ ميليونه، ۳۵ ميليونه او ۹۷۰ زره، ۹۴ ميليونه او ۳۹۰ زره و.

15/03/2026

چين د لای چينګده وينا سخته وغنده
د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند چن بينهوا د مارچ په ۱۴مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې په ۱۴مه نېټه د تش په نامه د تايوان د مشرانو د ټاکنو د ۳۰ کلونو او د ډيموکراسۍ د ټينګار په عنوان سیمينار ته د لای چینګده وينا له چين څخه د تایوان د بيلتون غوښتونکې موخه په ډاګه کړې.
د وياند چن بينهوا په خبره، لای چينګده د چين د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ‌ مقابله لامسون کړې، د تايوان سيمې تاريخ او اصلي حقيقت يې تحريف کړی او غواړي چې د پوځي اقداماتو له لارې د تايوان سيمې خپلواکي ومومي. چن بینهوا زياته کړې، چې د لای چينګده د وينا اصلي موخه دا ده، چې د تايوان تنګي سوله او ثبات ويجاړ کړي او جنګ راوپاروي.
چن بينهوا ويلي، چې هر څه لا چينګده وايي او کوي، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ‌ اړيکې به بدلې نه کړي او د چين د يووالي مخنیوی نه شي کولای.

Want your business to be the top-listed Media Company in Beijing?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address


16A Shijingshan Road Shijingshan District
Beijing
100040