HAZOB e.V.
Gelenkstift der Veränderung und Verbindung- د بدلون او پیوستون محور
05/01/2026
د هڅوب شپږمه ګڼه چاپ شوه.
جرمني کې میشت افغانان کولی شي زموږ د ویب پاڼې له لارې د مجلې د تر لاسه کولو غوښتنه وکړي.
کډوالي، د افغانانو ستونزې، قانوني لارښوونې، ماشومانو ته په کډوالۍ چاپیریال کې د پښتو زده کړه او ګڼ نور موضوعات په دې ګڼه کې را نغښتل شوي.
هڅوب- د بدلون او پیوستون محور
Www.hazob.de
Die sechste Ausgabe von Hazob ist erschienen.
In Deutschland lebende Afghaninnen und Afghanen können über unsere Website die Zusendung der Zeitschrift beantragen.
Diese Ausgabe behandelt unter anderem Migration, die Probleme der Afghanen, rechtliche Orientierungshilfen, das Erlernen der Paschtu Sprache für Kinder im Migrationsumfeld sowie viele weitere Themen.
Www.hazob.de
10/08/2025
د بمف BAMF (د کډوالو ادارې) د تازه شمېرو له مخې د 2025کال له جنورۍ میاشتې د جولای تر پایه جرمني کې 86916 کسانو پناغوښتنه کړې چې له دې ډلې 20966 یې افغانان دي.
له همدې شمېر افغانانو یوازې د 716 افغانانو پناه غوښتنه منل شوې؛ 254 کسانو ته فرعي خوندیتوب ورکړل شوي او 5295 افغانانو ته په ډیپورټ د بندیز موقتي خوندیتوب ورکړل شوی.
په 2025 کال کې د جولای تر پایه د 34542 افغانانو د پناه غوښتنې قضیې ارزول شوې چې د تېرکال پناه غوښتنې هم پکې شاملې دي او له دې شمېرو په ټولیز ډول 46,9 سلنه افغانانو ته یو ډول خوندیتوب ورکړل شوی.
په ټوله کې د افغانانو د پناه غوښتنې قضیې 43 سلنه کمې شوې او د منل کېدو سلنه یې هم نیمایي شوې.
انځورونه: د بمف راپور
بشپړ راپور کولی شئ د لومړي کمنټ په لینک کې ولولئ.
Klicken Sie hier, um Ihren Gesponserten Eintrag zu erhalten.
Kategorie
Webseite
Adresse
Berlin