Doctor
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Doctor, Medical and health, Gurugram.
08/12/2021
په لانګیربین ښار کې څوک د مړه کیدو حق نلري!
لانګیربین د ( ناروې ) هېواد یو ښار دی چې آسمان یې ۴ میاشتې تیاره وي، دوه نیمې میاشتې بشپړه تیاره وي د ورځې او شپې ترمنځ پکې هېڅ توپیر نه کېږي.
که چیرې د (ناروې ) هېواد په لانګیربین ښار کې یو څوک شدید ناروغ شي، دوی سمدلاسه د کښتۍ یا الوتکې په واسطه د ناروې هېواد نورو برخو ته لېږدول کېږي ترڅو هلته د خپل ژوند وروستۍ ورځې تېرې کړي.
دلته تودو ښه هېڅکله هم له شپږ درجې سانتیګراد څخه نه لوړیږي، لانګیربین ښار یو کوچنی قبرستان لري چې د ۱۰۰ کلونو راهیسې څوک هلته ندي دفن شوي، سل کاله وړاندې، ساینس پوهانو دا وموندله چې د لانګیربین خاوره ډیره یخه ده، او د مړو جسدونه پکې نه تجزیه کېږي، او سیاسي چارواکو هلته د مړو ښخول ممنوع اعلان کړل.
دوی د « نړیواله د تخمونو خزانه» کې هم برخه لري، پدې ګودام کې یې د ۷۵۰،۰۰۰ غذايي محصولاتو تخمونه زیرمه کړي ترڅو د دوی اولادونه د ناورینونو ، ناروغیو، نړیوال تودو ښې او جګړو په لړ کې له مینځه لاړ نشي.
د ناروې دولتي پوهنتونونه د نړۍ په کچه د ټولو محصلینو لپاره وړیا دي.
د لانګیربین ښار انجونې د ښایست له پلوه په نړۍ کې ځانګړی نوم لري او ولور یې هم نشته یعنې د پیسو اخیستلو دود نلري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که مو خپل کلي او چم کې کومې نوې بابولالې اورېدلې وي کمېنټ یې کړئ!
که مو دا پوسټ شیر کړ د ( ناروې) هېواد د ( برګن ) پوهنتون بورس ته مو ور پېژنم، لوړې زده کړې او ماسټري به پکې وکړای، که نه چکر خو به مو شي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Gurugram
122001