RAHIM BACHA

RAHIM BACHA

Share

د افغانستان په اړه ښایسته معلومات

14/01/2023

د انګلش شارټ سټوري ژباړه.
هغه سمیت ځکه له ماسره دوکه وکړه هغه په شرابو روږدي شو او دفحاشو ښځو په دام کې راګیر شو.
نو ما چې هر څومره کوښښ وکړ خو په هغه باندي زما یوي خبري هم تاثیر نه کو.
یو ورځ چې په نشه حالات کې زما خواته راغلی او ماته یې وویل انزیلا! زه ستا هغو ملګرو انجونو وران کړم کومو چې تاسره په ښکاره دوستي کوله او په پټه یې ستا پخي وهلي.
هغې ستا همزولو انجونو دا نه غوښتل چې ته زما په شان هلک سره یاري وکړي.
او بلاخره له ما سره واده وکړې.
زه خو داصلي کورنۍ هلک یم ته لاړه شه زموږ کورته زما مور او پلار وګوره اوزما نور ورونه وګوره.
چې هغوي زما په شان په ډیسکوګانو ګرځي شراب څښي عیاشي کوي زموږ ټوله کورنۍ ددې ناوړه کارونو څخه ډیر نفرت کوي
دا خبري چې کله راته سمیت کولي نو د ډیري غوصي څخه ریګدیم او هغو انجونو ته مې غوصه راتله کومو چې زما او دسمیت یاري نه خوښوله
نو په سبا مې هغو ټولو سره بحث وکړ هغوي خو په خپلو غلطیو اعترف کو
خو زما یی زړه مات کړ او دملګرتوب دنوم څخه مې کرکه پیدا شوه .
بله ورځ خبر شوم چې سمیت مړ دی هغه دومره شراب څښلي و چې د اعصابو توازون یې له لاسه ورکړی و.
دشپي نا وخته ګاړي وهلی و
ځکه خو مې نن دلته دسړکونو په غاړو ګوري زما هم یو وخت ښایسته زندګي وه
خو دیو څو بد نیته ملګرو له لاسه په دي هل شوم
اوس ماته یوازي ژوند او دسمیت خیالات خوند راکوي.

ژباړه
ستاسی ورور رحیم باچاه

12/01/2023

زموږ اغلي مېرمن عينو
د کندهار ښارختيځ ته نږدې يو کارېز دئ چي دعينو کارېز
ئې باله او اوس ئې د کاريز پر مــځکه ځيني ميني وداني سوي دي.د مشرانو د شفاهي رواياتو له مخه؛ چـــــي کله احمدشا_بابا دپاني پت ميدان څخه دلښکر سره مل دهند
له سفره بريالی افغانستان ته راوګرځېد[۱۷۶۱ع]،نو ماښام ناوخته کندهارته نژدې ئې امروکړ چي شپه همدلته وکړي
او سبا د ورځي بايد په ښه شان او شوکت ښار ته ننوزي.
لښکرکوټ ته په نږدې کلـــي کي د يوې مېړنۍ افـــــغاني
[عينو] کور چي مېړه ئې همدلته د بابا په لښکر کي وو، د مېرمن عينو مېړه دشپې په پټه تر نور لښکر د مخه خپل
کور ته ولاړ.دکور دروازه ئې وټکوله، مېرمن عينو دروازې
ته ورغله اوپوښتنه ئې وکړه:«څوک يې؟» سپاهي ځواب
ور کړ: «زه يم...!»مېرمني بيا پوښتنه ځني و کړه: «څنګه راغلی يې؟ احـمدشا بابا څه سو؟ لښکر مو بريالی سـو؟»
مېړه ئې ورته وويل«که مو لښکر نه وای بريالی سوی، نو
زه به هم تا ته ژوندی نه وای راغلی، د پښتنو لوی بری په برخه سوئ دئ...!عينو بيا پوښتنه ځني وکړه: «نو ته ولي يوازي راغلې؟ نور لښکر څه سو»مــېړه ورته وويل: «نور
لښکر ښـــــار ته نژدې د بابا په امر پروت دئ چـــي سبا د
ورځي په رڼا کي ښار ته ننوزي،زه ستا ميني ناقراره کړم
او تر هـــغو د مـخه راغلم . اوس ژر دروازه را خلاصه که
چي سره ووينو»عـينو ور ته وويل: «ته تر چا نازولی وې
چي ملګري دي پرېښوول او دبابا دامر په خلاف را دمخه سوې اوماته راغلې؟ايا ستا نورو ملګرو ښځي نه درلودې
؟او نه ئې په سينه کي زړونه وه؟دا ټـول وه خو، هغو نه غوښتل چي د بابا د امر مـــخالفت وکړي، که ســـبا نوري
پښتنې مېرمني خبري سي ما ته به څه وايي؟دا ډېر لوی پېغور دئ هيڅکله تا ته دروازه نه در خــلاصوم، ځه ولاړ
سه تر هغو زما ديد پر تا حـرام دئ څو بيرته ولاړ نه سې
او سبا د احمدشا بابا تر بيرغ لاندي د خپلو نورو مـــلګرو
سره يو ځای را نه سې...»د عينو مـــېړه د خپلي ننګيالۍ مېرمني له پېغوره وشرمېدئ اوبيرته ولاړ،کله چي خېمې
ته ور نږدې سو،دلښکرکوټ پيره دارانو ونيوئ،ده چي هر
څـو زارۍ وکړې چي زه هم ستاسي غوندي د احمدشاهي لښکر غړی يم، چا ونه منلې او ســبا دده عسکري مــشر د احمدشا بابا حضور ته راووست اوعرض ئې وکړ چي دغه سپاهي دشپې کور ته تللئ وو..احمدشاه باباپوښتنه ځني وکړه:عسکر خپله ټوله کيسه ورته وکړه.احـــمدشاه بابا د
هغې پښتنې پر پښتونولي اوافغاني روح افرين ووايه او
د هــغې په خاطر ئې ددې عسکر ګناه هم وبخښله، اسپه، کجاوه او د مېړه سره ملګري فوځيان ئې ولېږل چــــــي
مــېرمن عينو پخپله بايد راولي، کله چي فوځيان د هغې
کور ته ولاړل او د احـمدشاه بابا غوښتنه ئې ورته وويل،
هغه حيرانه سوه اوووېل چي زه اوبابا؟خو دمېړه ټينګار
چي يوکال پس راغلی وو،اړه کړه چي باباته حاضره سي
کله چـي د افغاني دود سره سم عينو بابا ته راغله، هغه د لښکر سره مل د کندهار ښار پر لوري ملګرې کړه.کله چـي احــــمدشاهي لښکر کندهار ته په نغارو، ډولونه او اتڼوڼو
ننوت، لومړۍ دربار ته ولاړ او يو دولتي کاريز ئې مېرمن عينو ته ور وباخښه چـي تر اوسه پوري د عينو په کارېز مشهوره او د کندهار ښار لمر خاته خوا ته، يو رباط ليري پروت دئ،دعینو کارېز پخوا ددامان په علاقه داری پوری مربوط وو او د افــــغانستان په پــخوانیو زړو نقشو کي
نوموړی کارېز د[قنات عینو]په نامه هم یاد سوی دئ چي
د کندهار د ښار د شمال-شرق په لس مایلې کي واقع وو
چي دعینو کلی بلل کېده او دعينو دقبر تر غونډۍ لاندي بهېږي. ويل کېږي چي د ډېر پخوا څخه د نورو خلګو په شمول، په دې کوچني کلي کی لودینان هم اوسېدل خـو
ويل کېږي چي ياد کارېز د پوپلزو دئ چي اوس ئې سره وېشلی دئ.مېرمن دعبدالله لور اوسعدالله خان #سدوزی لمسۍ ده.ددې کارېز په اړه ما نور مالومات نه کړل پيدا
چي دغه کاریز څو څاګان لرل؟ددې څاګانو په اوبوڅونه مځکه کرل کیدل؟ددغه جوړ کاریز مـخکنی نوم څه شی
وو؟د څو کورنیو ګډ ملکیت وه؟هغه کورنیو ته چـــــــي
ملکیت یې واخستل سوو، په بدل کي څه ورکړل سول؟
او داسي نور...همدغه کیسې ته ورته پېښه د چارسدې د
یو خـــــدایي خدمتګار سره هم سوې ده چي مېرمني له
کوره ځکه پسي اخيستی وو،او دارواښاد د باچاخان بابا
په کتاب [زما ژوند او جدوجهد] کي ئې مــــفصله يادونه
سته.ددې کارېز تر څنګ يوه وړه غونډۍ ده چـي د عينو
قبر يو وخت پکښي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس مرحوم لخوا په اساسي ډول جوړ سو.په دې اړه يو شعر هم وو،،، سته چي:
د عينو کارېز ياديږي،،،نېک او بد عمل پاتيږي، دافغانستان_تاريخ،___منديګک،__

Want your business to be the top-listed Computer & Electronics Service in Tehran?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address


Kandahar
Tehran