Dr Shafiullah Habibi

Dr Shafiullah Habibi

Share

Medical Care

21/11/2021

#سلامتی

🌀چرا نباید ایستاده آب بنوشیم؟ 🤔

🔸از نظر علمی وقتی ایستاده آب مینوشید آب به سرعت از روده پایین میرود و مواد مغذی جذب نمیشوند !

🔸نوشیدن آب به حالت ایستاده، تعادل مایعات در بدن بر هم می‌خورد و این اغلب منجر به تجمع بیشتر مایعات در مفاصل و در نتیجه آرتروز می‌شود.

🔸بعلاوه میتواند باعث قولنج، تورم و سوزش معده و اختلالات کلیوی شود

21/11/2021

داکتر شفیع الله حبیبی
د نوی زیږیدلی ماشوم ژيړی:
ایا د ماشوم ژوند ته ګواښ پیښولای شی ؟
څنګه پوه شو چه ماشوم زیړی لری ؟
د تداوی لاری چاری یی څه دی ؟
په دی لیکنه کی په لنډ ډول دی پوښتنو ته ځواب ویل شویدی .
تعریف : کله چه د ماشوم پوستکی ، سترګی او یا دواړه ژیړ شی .
لاملونه یی : د ماشوم په وینه کی د هیمو ګلوبین په نامه مواد موجود دی چه ورو ورو له منځه ځی او په زیاد مقدار بیلیروبین توليدوي ، دا بیلیروبین ژیړ رنګ لری او پوستکی ته ژیړ رنګ ورکوی .
دا پروسه په ټولو ماشومانو کی په طبعی شکل صورت نیسی او په لږ یا ډیر شکل زیړی رامنځته کوی .
اما دا چه د ځینو ماشومانو زیړی ډیر کم او ځینی نور بيا د شدید زیړی سره مخامخ کیږی دا مختلف عوامل لری لکه ارثي مشکلات ، بی مودی ولادت وغيره چه دلته تری یادول اړین نه بریښی .
د نوو زیږیدلو ماشومان زیړی په عمومی صورت سره په دوه ډوله دی چه یو ته یی فزيولوژيک یا طبعی زیړی او بل ته یی پتالوژیک یا مرضی زیړی وایی .
تر هر څه مهمه دا ده چه د دغه دواړه تر منځ فرق وکړای شی ځکه چه تداوی یی فرق لری .
کوم زیړی خطرناک کیدلای شی ؟ !!
کله چه په نوی زیږیدلی ماشوم کی په لمړی ورځ زیړی ولیدل شی .
کله چه ماشوم د زیړی سره یو ځای نور مریض ښکاری ، تی سم نه روی ، ډیر ژاړی او یا ډیر کرخته پروت وی .
کله چه د مور د وینی ګروپ منفی وی او د ماشوم یی مثبت ، همدارنګه که د مور ګروپ صفر او د ماشوم A یا B وی.
کله چه زیړی تر دوو اونیو زیات دوام کوی .
کله چه زیړی تر زنګنو پوری ورسی او یا هم د ماشوم پښی زیړی شی .
څه پوه شو چه ماشوم زیړی لری ؟!
د ماشوم په تندی ، پوزه او یا د سینی په منځ د لاس غټه ګوټه کیکاږی او بیا یی لیری کړی ، که چیری هغه ځای زیړ واوښت نو ماشوم زیړی لری .
په غربی هیوادونو کی ټول ماشومان چه د ۵ ورځو نه تر یوی اونی رسی حتما یو ځلی د ډاکتر له خوا چک کیږی تر څو زیړی ونلری .
کوم زیړی بايد تداوی شی ؟؟!
که چیری زیړی کم وی تنها په مخ یا سترګو کی وی او نور ماشوم سم تی روی نو تر ډیره د اندیښنی وړ ندی او خپله ورو ورو ښه کیږی .
اما که چیری د ماشوم سینه او یا پښی زیړیږی نو بیا حتما باید ډاکتر ته يوړل شی تر څو په وینه کی د بیلیروبین اندازه معلومه کړی او د اړتیا په صورت کی ورته تداوی شروع کړی .
تداوی :
ماشوم د مخصوصو څراغونو رڼا ته اچول کیږی تر څو د زیړی اندازه راښکته کړی ، په طبی اصطلاح ورته فوتو تراپی وایی ، چه له نیکه مرغه اوس په ډیرو روغتونونو کی شتون لری .
که چیری زیړی ډیر زیات وی نو د ماشوم د وینی بدلولو ته اړتیا پیښیږی .
کورنی تداوی :
ماشوم زر زر د مور تی ته واچول شی تر څو په کافی اندازه شیدی واخلی .
کله چه لمر تود شی نو ماشوم لوڅ لمر ته واچول شی خو چه ماشوم یخ نشی ، دلمر تداوی اوس ډیر طرفداران نلری ځکه چه جانبی عوارض لری .
که چیری زیړی ډیر لوړ شی او تداوی نشی نو څه خطر ماشوم ته پیښولای شی ؟!
د ماشوم مغزو ته ننوزي ، چه ډیر ناوړه موقتی او یا هم دایمی مشکلات رامنځته کولای شی ، د مثال په ډول ماشوم معيوبه کیږی له ذهنی لحاظه وروسته پاته لیونی غوندی ، کیدایشی ړوند شی .....
اخری پیام :
په یاد ولری که چیری شکمن کیږی چه ماشوم مو لوړ ژيړي لری نو زر تر زره ماشوم د ماشومانو متخصص ډاکتر ته ورسوی ځکه چه وخت نیغ په نیغه د ماشوم په تداوی کی رول لری ، هسی نه چه یو ځل بیلیروبین مغزو ته ورسوی او بیا مو وخت له لاسه وتلی وی .
په یوازی تعویذونو خپل وخت له لاسه مه ورکوی او د هغو خلکو په خبرو پسی مه ګرځی چه وایی د ماشومانو زیړی فزيولوژيک زیړی وی او تداوی ته ضرورت نلری ، یا هم څو ویتامین سی او نور چکک ماشوم ته ورکوی .
ماشوم ته هیڅ نوع چکک او نوره د خولی دوا ګټه نلری او کوم طبی اصل هم نلری .

06/11/2021

این ها را با معده خالی انجام ندهید:

① خوردن مسکن چون سبب خونریزی های گوارشی میگردد.

② جویدن آدامس (ساجق )چون سبب گاستریت میگردد .

③ خوردن قهوه چون سبب سوزش معده میگردد .

④ اب مرکبات چون سبب اسیب جدی به معده میگردد.

⑤ خوابیدن چون سبب اختلال خواب میگردد .

⑥ ورزش چون سبب تضعیف ماهیچه ها میگردد

26/10/2021

💉💉💉 💉
♈️نشانه های درست کار نکردن روده:
🔰افسردگی
🔰درد و خستگی
🔰بیمار شدن مداوم
🔰فرسوده شدن دندان ها
🔰بثورات پوستی خارش دار در آرنج و زانو
داکتر شفیع الله حبیبی

Want your business to be the top-listed Health & Beauty Business in Amman?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kabul Street, تلاع العلي وأم السماق و خلدا, عمان, الأردن
Amman

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00