GHAG Tv
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from GHAG Tv, TV Network, Bunerwal.
13/05/2022
غواړم، چې د مفکورې او رڼابڼ په حقله د حیات روغاني صېب سره د "مکالمه" له اړخه پوډکاسټ وکړم.
تاسو د مفکورې راتلونکے، رڼابڼ، پښتنه ټولنه کې د ارټ کردار او داسې نورو موضوعاتو باندې د حیات روغاني صېب نه څۀ پوښتې لرئ؟
لاندې کمنټس کې یې راسره شریکې کړئ.
حیات روغاني صېب دا وخت د "مفکوره" په نوم جوړې شوې ادارې باني مشر دے کومه چې د تعلیم ادب او تهېټر له لارې د شعوري ارتقا پرمخ بوتللو لپاره کار کوي.
فلسفه او سائنس د هر څیز ځواب ولې نۀ شي وئیلے؟
علمي بددیانتي څۀ څیز دے؟
د ښاغلي نبیل خان سره د "مکالمه" د وړومبي پوډکاسټ
یوه وړه برخه.
د "مکالمه" په وړومبي پوډکاسټ کې راسره نبیل خان د فلسفې په تاریخي کردار او د پښتنو ټولنه کې د سخت دریځۍ لاملونو او مخنیوي په اړه خبرې اترې وکړې.
Why can't philosophy and science answer everything? What is Intelectual dishonesty?
A short clip from the first podcast of "Mukaalima" with Mr. Nabil Khan.
In the first podcast of "Mukaalima", Nabeel khan discussed the historical character of Philosophy and the causes of extremism in Pashtun society.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين پر قافلې د ډزو او د غورځنګ د يو مخکښ نور باچا د ژوبلېدو د پېښې پرضد د فبرورۍ په پینځمه نېټه د پنجاب په سر ښار لاهور کې مظاهره شوې ده.چې په کې د غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي قاسم اچکزۍ،د پي ټي ایم د پنجاب ایالت ارګنائزر رحیم وزیر او د لاهور څانګې مشر مسلم یار سره سره په ګڼ شمېر کې نورو غړو هم ګډون درلودو.
په دې مظاهره کې ویناوالو د پېښې د عاملينو پرضد د کوټلي اقدام غوښتنه کوله او ویلي یې دي چې حکومت دې ذ برید کونکو ریاستي چارکو خلاف قانوني چارې وکړي.
یاده دې وي چې پی ټی تیم د یادې پېښې پر ضد د فبرورۍ پر څلورمه هم د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې کړې وې.
شبنم بونېرے غږ ټي وي لاهور
د بونېر په ناوه ګۍ کلي کې د جینکو دا کالج په کال دوه زره لسم یوولسم کې جوړ کړے شوے دے، خو لا تر اوسه فغاله نۀ کړے شو.
نور حال د شبنم بونېري په دې رپورټ کې
غږ ټي وي، ستاسو غږ
د چغرزو یو داسې کلے چې پکې تراوسه اوبۀ او بجلي نشته.
خپل ایم پي اے صېب ته پکار ده چې د ډمبرې کلي د اولس ویر او ژړا واوري او دې خلقو له د ژوند بنیادي حقوق او سهولتونه ورکړي.
غږ ټي وي، ستاسو غږ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Bunerwal
19290