ZK Production

ZK Production

Share

09/04/2024

ناول
شين سترګي انجلۍ
اوومه⁷برخهﹾ
د شپږمی برخي ورستي لفظونه
زه د کور نه بهر راوتم
تر څو د کلۍ ملګري مې یونس او سادت خبر کړم چې سبا زما کوژده ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځکه زما ملګري ډیر وو خو دا مې د زړه ملګري و
د کلۍ ګرچاپیره وګرزیدم
خو پیدا مې نه کړل
موبایل کې مې چارچ هم نه وچې زنګ ورته وکړم
دځان سره مې وویل راځه څه ته ولاړ یې کور ته ورپسي ورشه
د یونس دوي کور ته ورغلم
دروازه مې ورته وټکولو د څه ځنډ وروسته یې کوچني ورور دروازه خلاصه کړه
پوښتنه مې ترې وکړه یونس چیرته دي
وویل یونس ډوډۍ خوري
ما ورته وویل کله چې یونس ډوډۍ وخوړه بیا ورته ووایه چې احد دروازه کې ولاړ دي
کوچني ورور یې همداسي وکړل
زه یو شیبه د دروازه سره ولاړ وم
چې یونس غټ غټ ګامونه راخیستل او دراوزي ته راغي
راته یې وویل احمده راځه حجري ته ډوډۍ به وخورو
ما ورته وویل ما ډیره ډوډۍ خوړلي ده
یونس مې د کور څحه راون کړ
او ورته مې وویل
یونسه سبا زما کوژده ده
یونس ډیر خوشحاله شو او راته یې وویل
مبارک دي شه سادت دي خبر کړي دي
دا مهال سادت هم زمونږ خواته راروان و
نه نمي دي خبر کړي هغه دي راغې اوس به یې خبر کو
سادت زمونږ ترڅنګ راغي او ستړي مشي مو ورسره وکړل
سادت ته مې هم وویل سبا زما کوژده ده
سادت هم ډیر خوشحاله شو
او مبارکې یې راکړه
یونس وویل راځه په لاره کې څله ودریګو زمونږ حجري ته به لاړ شوو
دري واړه ه ملګري یو ځاي شوو او د یونس دوي حجری ته لاړ و
په یو کټ کې زه کیناستم او په بل کټ کې سادت کیناست
یونس کور ته ننوته ترڅو چاي راوړي
یو شیبه وروسته یې چاي راوړو
سادت زما څخه پوښتنه وکړه احمده ته دې د میني کیسه وکړه
ما ورته خپله د مینې کیسه سر تر پايه وکړه
دواړو ډیر هیران شول
او ویې ویل افرین احمده ستارکم جانو دي الله هر چاته ورکړي
یو شیبه مو ټوکې ټکالي وکړي
د زړه بړاس مو ویستا
وخت د مازدیګر پنځه بجې وي
ما وغوښتل چې کور ته لاړ شم
د ملګرو سره مې په همدې ساعت خداي پاماني وکړه
او ورته ومې ویل لخیره سبا به سره ووینو
د یونس او سادت په اجازه مې
دکور په لور حرکت وکړ
د څه مزل وروسته کور ته راورسیدم
ومې لیدل چې په کور کې د خلکو ګڼه کوڼه ډیره زیاته ده
زما پلار د ډیر لاري ځاي څخه خپل خپلوان را غوښتي و
ما هم په خپل وار سره ټولو راغلو میلمنو سره ستړي مشي وکړل
او ماته هر یو میلمه مبارکې راکول

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Peshawar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address


Peshawar