Fun World Wide
A fun page and relatable humanity posts are posted ..
17/03/2025
د شهید مفتي منیر شاکر په ویر کي
نن به زما پرکور وي ساندي سبا ستا پر مېنه غم دی
موږ د ویر په شپه پیدا یو د ښادۍ نصیب مو کم دی
موږ قسمت یو ژړولي موږ ازل یو پېژندلي
له هغه به څه ګیله کړو چي وهلی یې قلم دی
د نیکه توره راپاته د خپل ورور په وینو سره ده
تر برېتو مو ویني څاڅي د تربور سر مو قلم دی
قوم له قوم سره جنګیږو ورور پر ورور باندي بلوسیږو
یو د بل په وینو پایو طبیعت مو د لړم دی
یو د بل سترګو ته ګورو یوه بل ته ړانده وایو
د هیندارو له نېستیه پر دې ښار باندي ماتم دی
د عثمان ۱ نوبت پرون وو د منیر جنازه نن وړي
هدیرې دي د زلمیو شهید ښخ پر هر قدم دی
اتفاق په پښتانه کي خوشحال خانه پیدا نه سو
موږ پخپله ګناهکار یو غلیم خوشي په موږ ګرم دی
د دې قام په نصیب نه دي ویښي سترګي رسېدلي
چي ژوندي پر دنیا ګرځي دا لا هم د خدای کرم دی
کشکي نه وای زېږېدلی جهاني په دې وطن کي
لمر یې ورک دی په اسمان کي خړي دوړي دي تور تم دی.
یادونه۱: پښتون مبارزعثمان کاکړ، چي په عثمان لالا مشهور وو.
عبدالباری جهاني
د ۲۰۲۵ کال د مارچ شپاړسمه، ویرجینیا
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the establishment
Telephone
Address
Quetta
10/09/2025