Dr Sultan
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Sultan, Digital creator, Istanbul.
03/05/2026
*شین چای: د روغتیا او ځوانۍ سرچینه*!
ــ شین چای یوازې یو ساده څښاک نه دی، بلکې له زرګونو کلونو راهیسې د خپلو روغتیایي ګټو له امله مشهور پاتې شوی دی. د طب او ساینس له نظره، شین چای داسې ګټور مواد لري چې زموږ بدن سالم، قوي او ځوان ساتي.
*د شین چای مهمې ګټې*
۱. د انټياکسیډنټونو بډایه سرچینه
شین چای په پولیفینولونو (Polyphenols) او کټیچینونو (Catechins) کې بډای دی. دا قوي انټياکسیډنټونه د بدن حجرې له زیان څخه ساتي او د زړښت بهیر ورو کوي.
۲. د زړه روغتیا ته ګټه
شین چای د وینې فشار کمولو، د خراب کولیسټرول (LDL) کچې راټیټولو او د زړه د ناروغیو خطر کمولو کې مرسته کوي.
۳. د دماغ فعالیت ښه کول
په شین چای کې کافین او L-Theanine شتون لري، چې د تمرکز، یادښت او مزاج په ښه کولو کې مهم رول لري.
۴. د وزن په کمولو کې مرسته
شین چای میتابولیزم چټکوي او د غوړو په سوځولو کې مرسته کوي، چې د وزن کمولو لپاره ګټور تمامېږي.
۵. د سرطان د خطر کمول
ځینې څېړنې ښيي چې شین چای د ځینو سرطانونو لکه د سینې، پروستات او کولمو د خطر په کمولو کې مرسته کولی شي.
۶. د شکرې کنټرول
شین چای د وینې د شکرې کچه تنظیموي او د دویم ډول شکرې د خطر په کمولو کې مرسته کوي.
*مهمه سپارښتنه:*
ــ هره ورځ ۱ تر ۲ پیالې شین چای وڅښئ، تر څو له دې طبیعي نعمت څخه اعظمي ګټه واخلئ.«*له زیات چیښولو څخه یې ډډه وکړی چی ځیني خطرونه هم لرې*»
23/12/2025
*چغندر یا لبلبو:*!
۱) غذایي ارزښت (Nutritional Value)
چغندر یو مغذي سبزي ده چې هم انرژي برابروي او هم فعاله مرکبات لري:
مهم غذایي مواد (په ۱۰۰ ګرامه تازه چغندر کې، نږدې ارزښتونه):
• اوبه: ~۸۷٪
• کاربوهایډرېټ: ~۹–۱۰ g (طبیعي شکر)
• فایبر: ~۲–۳ g
• پروټین: ~۱.۵–۱.۶ g
• شحم (Fat): ډېر لږ (~۰.۱ g)
ویټامینونه:
• ویټامین C (انټياکسیدنټ)
• ویټامین B9 (Folate) – د وینې حجرو جوړښت او حجروي وېش
• لږ مقدار B6
منرالونه:
• پوټاشیم – د وینې فشار او عضلي فعالیت
• مګنیزیم – انزایمي فعالیت
• اوسپنه – د وینې هیموګلوبین (که څه هم جذب یې د نباتي اوسپنې په ډول محدود وي)
فعاله مرکبات:
• نایټریټ (Nitrates) – د وینې جریان ښه کوي
• بیټالین (Betalains) – قوي انټياکسیدنټ او ضد التهاب
• پولیفینولونه
۲) د جذب میکانیزم (Absorption Mechanism)
الف) هضم (Digestion)
• په خوله کې میخانیکي ماتوونکې پروسه پېلېږي.
• په معده کې اسیدي چاپېریال خواړه نرموي.
• په کوچني کولمو کې انزایمونه کاربوهایډرېټونه ساده قندونو ته ماتوي.
ب) د غذایي موادو جذب
• ګلوکوز/فروکتوز: د کوچني کولمو له لارې وینې ته داخلیږي.
• فایبر: نه جذبېږي؛ په لویه کولمه کې د ګټورو باکتریاوو خواړه ګرځي (Gut health).
• ویټامین C او Folate: د کولمو له دیوال څخه وینې ته انتقالېږي.
• منرالونه: د ځانګړو انتقالوونکو له لارې جذبېږي (پوټاشیم ښه جذب لري).
ج) د نایټریټ → نایټریک اکساید (NO) لاره
1. نایټریټ د خولې او معدې له لارې بدن ته داخلیږي.
2. د خولې باکتریاوې یې نایټرایټ ته اړوي.
3. په وینه کې نایټرایټ نایټریک اکساید (NO) ته بدلېږي.
4. NO د رګونو پراخوالی زیاتوي → د وینې فشار کموي او د عضلو اکسیجن رسونه ښه کوي.
۳) روغتیایي ګټې (لنډیز)
• د وینې فشار کمول او د زړه ساتنه
• د ورزش توان او استقامت لوړول
• د التهاب او اکسېدیتف سټرېس کمول
• د هاضمې سیستم ملاتړ (د فایبر له لارې)
04/12/2025
*د ژمی په موسم کی دزکام، نزله او ټوخي څخه د خلاصون غوره لارې چارې*!
ــ د یخنۍ موسم له پېلیدو سره سم د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې لومړی کوچنیان او هم لویان په نزله، زکام، ټوخي، تبه، ستوني درد، سینه او په دېته ورته ناروغیو اخته کیږي، چې له سختو او ستونزمنو ناروغیو څخه بلل کیږي.
ــ د یخنۍ موسم له کبله په ځانګړي ډول هغه مهال چې د باران کمښت وي له ۱۲ سوو څخه زیات بېلا بېل وایروسونه رامنځته کیږي، کله د عطرو څخه الرجي، کله د ونې څخه، کله د یخې هوا کله د څه او کله څه، چې له کبله یې نزله، زکام، تبه او ټوخي ناروغۍ رامنځته کیږي، د ستوني خرابوالي سره تبه حتمي راتلونکي وي.
ــ دغه مهال که له ډاکټر څخه درمل هم وخوړل شي اثر یې کم وي، او انسان تر خپله حده د څو ورځو لپاره سخته ناروغي تیروي، ددې لپاره دلته څو غوره کورنۍ لارې چارې او په زړه پورې نسخې ستاسې مخ ته ږدو:
*بخار تیرول*
ــ د جوش اوبو بخار یا لوګی تیرولو سره د حلق لاندینۍ برخې څخه د نزلې اثرات له منځه ځي، ددې سربېره د پوزې بندوالی خلاصیږي او ددې څخه رامنځته کیدونکې تنګسه او اضطراب له منځه ځي.
ــ د کار طریقه: په یوه پتیله یا غټ لوښي کې اوبه واچوئ ښه یې جوش کړئ، بیا یې کیږدئ او خپله سر مو په یو څادر کې پټ او لاندې پتیلې ته مخامخ کړئ، ژوره ژوره ساه واخلئ تر څو د اوبو لوګی او بخار په سمه توګه د پوزې له لارې تنفس کړئ، د لا زیات اثر لپاره په اوبو کې د «یوکلپټس» تېل ګډ کړئ، دا ډول د لاچي ونې پاڼې په دې اوبو کې ګډې کړئ، په دې سره به مو د ستوني څخه بلغم ختم شي او ټوخی به مو ارام شي، سربېره پر دې به د نزلې په مخنیوي کې اساني وشي، دغه کار له پنځو څخه تر لسو دقیقو تکرار کړئ.
*شات او لیمو*
ــ ددې ستونزمنې ناروغۍ څخه د خلاصون دویمه لار د شات او لیمو استعمال دی، ددې لپاره یو کاشوغه شات او د لیمو اوبه په تور سلیماني چای کې ګډ کړئ او ویې څښئ، همدا ډول له چای پرته لیمو او شات یوځای ګډ کړئ او ویې خورئ، په دې سره به مو ستونی تر ډیرې اندازې ارام شي.
*د دار چیني چای*
ــ دار چیني هم د یادو ناروغیو مخنیوي لپاره غوره څيز دی، د یوې کاشوغې په اندازه دار چیني په خلاصو اوبو کې ګډ کړئ، تر شل دقیقو یې سر پټ کیږدئ، بیا د خوږوالي په اندازه شات ورګډ کړئ او د ورځې تر درې پيالو پورې یې وڅښئ، همدا ډول د چای کولو پرمهال دې کې دار چیني ګډ کړئ او ښه یې جوش کړئ بیا یې وڅښئ، تر ډيرې اندازې به له ناروغۍ په ارام شئ.
*هوږه*
ــ هوږه تقریبا د هرې ناروغۍ جادويي درمل بلل کیږي، د یادې ناروغۍ مخنیوي لپاره هوږه وټکوئ او په شاتو کې یې ګډه کړئ بیا یې وخورئ، په دې سره به مو خراشک یا بلغم ختم شي او د ستوني درد او د مرغړۍ پړسوب هم کم شي.
*د ادرک، کشمالي او شاتو ګډ چای*
ــ په یوه پیاله ګرمو اوبو کې تازه سپین ټکول شوی ادرک واچوئ او یوه کاشوغه شات په کې ګډ کړئ او وڅښئ، په دې سره به مو بلغم لرونکی ټوخی، او د سینې سختوالی روغ رمټ شي، د ادرک یا زنجبیل چای سره مو بدن خوله کوي چې ورسره تبه هم له منځه ځي، که لا زیات اثر یې غواړئ په دې کې د کشمالي پاڼو څخه ویستل شوې اوبه ګډې کړئ.
د کوچنیانو لپاره:
ادرک او شات
ــ د کوچنیانو لپاره د نزله، زکام، سینې او تبې ناروغیو پرمهال ادرک او شات ګټور دي، یوه کاشوغه شاتو کې د ادرک څخه ویستل شوې څو څاڅکي اوبه ګډې کړئ، او پر دغه ناروغۍ اخته کوچنیانو یې وڅښئ، خو دا نسخه د یو کال څخه کم عمره ماشوم لپاره نه ده.
*د ټوخي کورنی شربت*
ــ ادرک/زنجبیل، کشمالي، لایچي او تور مرچ اوبو کې ګډ او په اور یې جوش کړئ، بیا یې یخ کړئ، د لا زیات اثر او خوند ښه کولو لپاره په کې شات هم ګډ کړئ، بیا يې پر ناروغ کوچني وخورئ، تر ډیره به یې ناروغي ارامه شي.
01/12/2025
*راځی د کډو ل حیرانوونکي ګتو ځانونه خبرکوو*!
ــ روغتیا پالان وایې ، له دې وړاندې داسې ګمان کیده چې کدو به یوازې د سترګو لپاره ګټور وي خو وروستیو څیړنو ثابته کړه چې کدو له سترګو سربیره د بدن نورو برخو ته هم ډیر زیات ګټور دی.
۱- اضافي وزن کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي:
ــ که غواړئ خپل د بدن اضافي وزن کم کړئ نو د وریجې او کچالو پر ځاي کدو استعمال کړئ. کدو زیاته اندازه فایبر (Fiber) نومې مواد لري کوم چې ډیر ژر هضمیږي او د اوږدې مودې لپاره د خواړه اړتیا له منځه وړي یعني د وږیتوت احساس له منځه وړي. یوه قوتۍ کدو ۷ ګرامه فایبر لري. کدو ډیر لږ کالوري او زیاته اندازه پوتاشیم لري ،په کدو کې شته پوتاشیم له بدن څخه د اضافي مالګې او اوبه په خارجولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
۲- د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي:
ــ کدو ټول هغه ګټور مواد لري کوم چې د بدن دفاعي نظام پیاوړی کولو لپاره اړین ګڼل کیږي. کدو زیاته اندازه ویټامین اې (Vitamin A) کوم چې سترګو ته ډیره زیاته ګټه لري، حل کیدوونکی فایبر (Soluble Fiber) کوم چې د پړسوب ضد خاصیت لري او د بدن د دفاعي نظام حجراتو له پړسوب څخه مخنیوی کوي، فولک اسید (Folic Acid) کوم چې د ډي این اې (DNA) او پروتین ترکیب لپاره اړین دی او ریبوفلاوېن (Riboflavin) کوم چې بدن ته د باکتریايي ناروغيو ضد د جګړې وړتیا زیاتوي شتون لري.
۳- د پوټکي تر ټولو ښه ملګری ګنل کیږي:
ــ کدو زیاته اندازه بیټا- کیروټین (Beta-Carotene) نومې مواد لري کوم چې د پوټکي له ګونجو څخه مخینوی کوی. بیټا- کیروټین نومې مواد د لمر وړانګو په وړاندې له پوټکي څخه ساتنه کوي ، کدو د انسان پوټکی په ۴۰ او ۵۰ کلنۍ کې هم ځوان ساتي. ــ له پورتنیو ګټو سربیره کدو زیاته اندازه ویټامین سي (Vitamin C) او اي (Vitamin E) لري چې دغه ویټامینونه په بدن کې د کولیجن (Collagen) تولید زیاتوي. کولیجن د بدن پوټکی تازه او نرم ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه کې شته ویټامین بي ۵ (Vitamin B5) یا پینټوتېنک اسید (Pantothenic) د انسان پوټکی د عمر زیاتوالی له نښو څخه ژغوري او د انسان څیره د اوږدې مودې لپاره تازه او ښېرازه ساتي.
۴- د سرطان خطر کموي:
ــ دغه خواړه د سرطان له مختلفو ډولونو څخه د مخنیوی وړتیا لري او کولی شي انسان د سرطان له مختلفو دولونو څخه وژغوري. په کدو کې شته بیټا- کیروټین (Bata-Carotene) نومې مواد په بدن کې د ویټامین اې (Vitamin A) په انټي اکسیډنټ (Antioxidant) بدلیږي کوم چې د بدن حجرات د هغو ازادو رادیکلونو څخه چې د سرطان لامل ګرځي ژغوري. د کدو زړي یا دانې د انسان په بدن کې د استروژن هارمون (Estrogen Hormone) ته ورته مرکب د فیتو استروژن په نامه تولیدوي کوم چې د سینې له سرطان څخه مخنیوی کوي. دغه خواړه زیاته اندازه فایبر (Fiber) هم لري کوم چې د څیړنو پر بنسټ په ښځو کې د سینې د سرطان خطر له منځه وړي.
۵- حامله ښځو لپاره تر ټولو غوره خواړه تشکیلوي:
ــ د روغتیايي کارپوهانو په وینا کدو د حامله ښځو لپاره تر ټولو غوره او پیاوړې خواړه دی. کدو زیات شمیر هغه منرالونه، ویټامینونه او نور ګټور مواد لري کوم چې د جنین په غوره او پیاوړی وده او نمو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه زیاته اندازه پروټین (Protein)، وزن زیاتوونکی مواد (Fat)، کاربوهایدریټ (Carbohydrates)، ویټامین اې (Vitamin A)، ویټامین بي ۱ (Vitamin B1)، ویټامین سي (Vitamin C)، نیاسین (Niacin)، کلسیم (Calcium)، فاسفورس (Phosphorus) او اوسپنه (Iron) لري.
14/11/2025
د شکری د ناروغی علایم
12/11/2025
*د انګورو شپږ هغه ځانګړې ګټې چې حیران به مو کړي*!
ــ انګور یو له هغو میوو څخه دی چې په خپل موسم کې تر ټولو زیاته خوړل کیږي، او ډیر کم شمېر خلک به داسې وي چې دغه خوندوره او بېلا بېلا ډولونه لرونکې میوه نه خوښوي.
ــ خو انګور یوازې د خوږوالي لپاره نه دی چې وخوړل شي، بلکې د روغتیا لپاره یو شمېر ګټې لري، انګور ډول ډول رنګونه لري چې هر ډول یې بازار کې بېلا بېل نرخونه لري، لکه شین، سور، آبي، بانجاني او تور.
انګور روغتیا ته کوم ډول ګټه رسوي؟
ــ د اکسایډ ضد مادې ستره سرچینه ده
ــ انګور په لوړه کچه د اکسایډ ضد ماده لري، لکه کیروټین، پولي فینولز او داسې نورې مادې، د ډول ډول روغتیایي څیړنیز راپورونو سره سم د اکسایډ ضد مادې د زړه په پیاوړلو کې خورا ګټور دی او د یو ځانګړي ډول سرطان ګواښ هم کموي.
ــ بل دا چې انګور په بدن کې هغه خطرناک ذرات چې زیان رسوي مخنیوي کې مرسته کوي، چې ورسره د وینې رګونو روغتیا ته نوره وده هم ورکوي، په مرسته یې د وینې جریان غوره کیږي او د وینې فشار کچه ټيټیږي.
پوستکي ته ګټه رسوي
ــ په انګور کې هغه برخې شته چې د عمر په تېریدو د انسان په بدن کې د زوړوالي او یا د پوستکي غونجوالي ستونزو مخنیوي کې مرسته کوي، د امریکا ایالت کلفورنیا پوهنتون کې د یوې ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې په انګور کې شته برخه چې resveratrol نومیږي، هغه باکتریاوې له منځه وړي چې په پوستکي دانې رامنځته کوي.
سترګو لپاره ګټور دي.
ــ د میامي پوهنتون په یوه څیړنه کې د انګورو خوړلو ګټه ترمخ شوې ده، هغه کسان چې انګور ډیر خوري د سترګو دید یې پیاوړی کیږي، څیړنې زیاته کړې چې انګور خوړلو سره د سترګو زیانونکي مواد کمیږي او سترګې له DNA څخه ژغوري چې په مرسته یې د صحي حجرو ساتنه کیږي او په پایله کې د سترګو دید/نظر ته ګټه رسوي.
ذهنې روغتیا لوړوي
ــ د کلفورنیا پوهنتون په یوه څیړنه کې څرګنده شوې چې د انګور خوړلو ورځنی عادت د انسان دماغ له کمزوري کولو ساتي، په څیړنه کې ویل شوي چې انګور خوړلو سره د هغو شیانو مخه نېول کیږي چې ذهني کمزورتیا یا حافظې کمزوري (الزائمر) رامنځته کوي.
د بندونو لپاره غوره خواړه دي
ــ د ټیکساس پوهنتون له انګورو څخه د روغتیایي ګټو پورته کولو څیړنې ښودلې چې دغه تازه مېوه خوړل په خلکو کې د بندونو دردونو ښه کولو کې مرسته کوي، څیړنه کې ویل شوي چې په انګورو کې د اکسایډ ضد ماده په بندونو کې غوړوالی رامنځته کوي او فعاله یې ساتي.
د پوټاشیم ترلاسه کولو ښه سرچینه ده
ــ په سل ګرامه انګورو کې ۱۹۱ ملي ګرامه پوټاشیم موجود وي، د پوټاشیم استعمال بدن ته له یو شمېر لارو ګټه رسوي، پوټاشیم بدن کې د وینې لوړ فشار ټيټوي، اضافي کولیسټرول کموي او د زړه روغتیا ته هم ګټه رسوي، په یوه څیړنه کې ویل شوي چې پوټاشیم په خیټه کې د ګازو ستونزې هم له منځه وړي.
*ــ په یاد ولرئ چې انګورو پسې یخې اوبه څښل په معده بوج راولي او د خیټې خرابولي لامل کیږي، همدا ډول د انګورو پوستکی که وچ شي او بیا وسوزول شي نو ایره يې د ډېرو زخمونو لپاره کارول کېږي..
12/11/2025
شه خوب!
1. شه خوب د زړه د سالم کار دپاره ضروري دي،
2. شه خوب د چاغښت، شکري او فشار مخه نيسي،
3. شه خوب د دماغي فالج مخه نيسي،
4. شه خوب مزاج خوشحال ساتي،
5. شه خوب احساسات توازن کښي ساتي،
6. شه خوب کس ځوان ساتي.
تاسي کښي د شه خوب تعريف د چا زده دي؟
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Istanbul
34520