BBD Pashto
ده دم په دم تازه معلوماتو لپاره زموږ
ټیلیګرام جواین کړی 👇👇👇
t.me/pashtonews5
05/24/2026
د خانپور په سیمه کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال یوه ۱۱ کلنه تښتول شوې نجلۍ ژغورل شوې ده.
د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نجلۍ خوندي راایستلې او بېرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلې ده.
چارواکو ویلي، د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او د مسؤلو کسانو د نیولو لپاره هڅې دوام لري.
05/23/2026
د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې افغانستان، روسیه او ترکمنستان د یوه نوي سوداګریز دهلیز د پرانېستلو پرېکړه کړې، چې د چارواکو په وینا به د سیمې د سوداګرۍ بهیر چټک او د درې واړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.
د دې نوې لارې له مخې به د افغانستان، روسیې او ترکمنستان ترمنځ د مالونو لېږد رالېږد اسانه شي او سوداګرو ته به د ټرانزیټ په برخه کې نوې اسانتیاوې برابرې شي.
اقتصادي شنونکي وایي، دغه دهلیز کولی شي افغانستان ته د ټرانزیټي عوایدو د زیاتېدو، د صادراتو د پراخېدو او د سیمهییزې سوداګرۍ د ودې لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.
همداراز تمه کېږي چې د دې لارې په فعالېدو سره به د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري نوره هم پراخه او سوداګریز تعاملات به زیات شي.
05/23/2026
د افغانستان د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له لوري د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو په غبرګون کې ویلي، افغانستان هېڅ اړتیا او نیت نه لري چې له پاکستان سره د ټرانزیټي لارو په اړه خپل دریځ بدل کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان موقف واضح او ثابت دی او په دې برخه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د هغه په وینا: «موږ یوه خبره لرو او پر خپل موقف کلک ولاړ یو.»
تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، چې وخت ناوخت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اختلافاتو له امله تړل شوې ده.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې د هېواد ملي ګټې او خپلواک دریځ د هر ډول اقتصادي او ټرانزیټي پرېکړو محور دی، او افغانستان خپلې تګلارې د خپلو اړتیاوو او ملي لومړیتوبونو پر بنسټ تنظیموي.
د نوموړي په وینا، د پاکستان سره د ټرانزیټي لارو موضوع داسې مسئله نه ده چې افغانستان دې پرې خپل اساسي دریځ بدل کړي، او حکومت به خپلو پالیسیو ته په ثابت ډول دوام ورکړي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
447 Broadway, 2nd Floor
New York, NY
10013