Afghan Street Life
خبرونه، روغتیا، خواړه او ژوند د افغانستان له کوڅو
06/06/2026
د امریکا د خزانې وزارت د رسمي معلوماتو له مخې، د امریکا ټول ملي پور په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۳۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
اقتصادي شنونکي وایي، امریکا دا مهال د نړۍ له هغو هېوادونو څخه ده چې تر ټولو لوړ ملي پور لري.
د راپورونو له مخې، د پورونو د کچې لوړېدل د امریکا د اقتصادي او مالي پالیسو له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال ویلي چې د سند د اوبو تړون لا هم ځنډول شوی پاتې دی.
هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې پاکستان د هند له لوري پر سیندونو د ځینو پروژو په اړه اندېښنه او اعتراض څرګند کړی و. جیسوال وویل چې د سند د اوبو تړون تر اوسه په تعلیق کې دی.
"هند تل خپلې پرېکړې د یوه خپلواک هېواد په توګه کوي. او د مودي په مشرۍ کې، که پر هند د بندیزونو کوم ګواښ وشي، نو اغېزې به یې ژر بېرته پر هماغو کسانو یا هېوادونو را وګرځي چې دا بندیزونه لګوي."
06/06/2026
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لبنان ولسمشر جوزف عون څرګندونو ته غبرګون کې وویل: ''که لبنان د ایران د چنو وهلو یوه وسیله وای، موږ به له امریکا سره ډېر مخکې توافق کړی وای.''
ښاغلي عراقچي پر ټویټر پاڼه په دې هکله یوه پیغام کې لیکلي:
''د ښاغلي عون د څرګندونو له مخې، داسې ښکاري چې ګواکې دا ایران دی چې د لبنان پنځمه برخه خاوره یې اشغال کړې، د هغه ځای د خلکو څلورمه برخه یې بېکوره کړې او هره ورځ یې هیواد بمباروي. ښاغلی ولسمشره، لبنان له خپل واقعي دښمنه وژغورئ.''
له دې مخکې د لبنان ولسمشر جوزف عون په خورا تونده لحجه ایران او د هغه حزب الله متحدین تورن کړل، چې د ده په وینا له امریکا سره خبرو کې لبنان د ''چنې وهلو وسیلې'' په توګه کاروي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
8303 Windfall Road
Springfield, VA
22153